ټرمپ بیجینګ ته خپل سفر څو اونۍ وځنډاوه
چین د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان شوي سفر په اړه له امریکايي چارواکو سره په اړیکه کې دی.
بیجینګ ته د امریکا د ولسمشر سفر چې ټاکل شوې وه د مارچ له ۳۱مې د اپریل تر ۲مې پورې ترسره شي، ښايي د لومړني پلان پر ځای نږدې "پنځه اونۍ وروسته" ترسره شي.
چین د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان شوي سفر په اړه له امریکايي چارواکو سره په اړیکه کې دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لین جیان په بیجینګ کې خبریالانو ته وویل: "د هیوادونو د مشرانو ترمنځ ډیپلوماسي د چین او امریکا د اړیکو لپاره د سټراټیژیکو لارښوونو په وړاندې کولو کې بې سارې او نه بدلیدونکې ونډه لري." لین زیاته کړه چې دواړه لوري به د ولسمشر ټرمپ د سفر په اړه په اړیکه کې پاتې شي، خو نور جزیات یې ورنکړل.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه په دغه سفر کې "بیا کتنه او بدلون" راولي او تمه لري چې نږدې پنځه اونۍ وروسته ترسره شي. هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "موږ له چین سره کار کوو،" او زیاته یې کړه چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره لیدنې ته لیواله دی. ټرمپ وویل: "زه فکر کوم هغه هم زما لیدو ته لیواله دی،" او د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې یې له اقتصادي پلوه "خورا ښې" وبللې.
تر دې وړاندې، ټرمپ چین ته د خپل سفر په اړه ویلي وو: "زه غواړم لاړ شم، خو د جګړې له امله غواړم دلته پاتې شم. زه داسې احساس کوم چې باید دلته واوسم." سپینې ماڼۍ وړاندې ویلي وو چې ټرمپ به د مارچ په ۳۱مه بیجینګ ته درې ورځنی سفر وکړي.
د دغه سفر ځنډېدل په منځني ختیځ کې د روانې وسله والې شخړې په ترڅ کې رامنځته کېږي. په سیمه کې تاوتریخوالی هغه مهال اوج ته ورسېد چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل. په دغو بریدونو کې تر اوسه شاوخوا ۱۳۰۰ کسان وژل شوي چې د ایران د هغه وخت ستر مذهبي مشر علي خامنئي هم په کې شامل و.
ایران د دغو بریدونو په ځواب کې پر اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هیوادونو د ډرون او توغندیو بریدونه کړي دي. تهران ادعا کوي چې په دغو هیوادونو کې یې د امریکا پوځي تاسیسات په نښه کړي، چې له امله یې ځاني او مالي زیانونه اوښتي او نړیوال بازارونه او هوايي چلند یې ګډوډ کړی دی.
همدارنګه، تهران د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې د هرمز تنګی هم په عملي توګه تړلی دی. دې چارې ټرمپ اړ کړی چې له خپلو متحدینو او چین څخه وغواړي چې د دغې سټراټیژیکې سمندري لارې په بېرته پرانیستلو کې مرسته وکړي.