نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ټرمپ ایران ته په مذاکراتو کې د ګډون لپاره د فرصت ورکولو په موخه اوربند وغځاوه.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې هغه له ایران سره اوربند غځوي ترڅو خبرو اترو ته لا ډېر وخت ورکړي، خو د دغه هېواد پر بندرونو به د امریکا سمندري بندیز پر ځای وساتي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ ایران ته په مذاکراتو کې د ګډون لپاره د فرصت ورکولو په موخه اوربند وغځاوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ ایران ته په مذاکراتو کې د ګډون لپاره د فرصت ورکولو په موخه اوربند وغځاوه. / Reuters

د امریکا ولسمشر وايي، اوربند د پاکستاني مشرتابه په غوښتنه غځول شوی او تر هغه وخته به دوام وکړي چې د ایران استازي د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو "واحد وړاندیز" وړاندې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې هغه له ایران سره اوربند غځوي ترڅو خبرو اترو ته لا ډېر وخت ورکړي، خو د دغه هېواد پر بندرونو به د امریکا سمندري بندیز پر ځای وساتي.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو ولیکل چې هغه به "اوربند وغځوي" تر هغه چې ایران د شخړې د پای ته رسولو لپاره یو وړاندیز چمتو کړي. خو هغه "زموږ پوځ ته لارښوونه کړې چې سمندري بندیز ته دوام ورکړي."

د ټرمپ لخوا د اوربند د غځولو اعلان یوازې څو ساعته مخکې له هغه وشو چې تمه کېده دغه اوربند پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ وویل، د ولسمشر مرستیال 'جي ډي وېنس' به پاکستان ته د هغو خبرو اترو د دویم پړاو لپاره سفر ونه کړي چې تمه یې کېدله.

امریکایي ولسمشر د نورو خبرو اترو ځنډېدل په ایران کې د ننه د خپل منځي اختلافاتو پایله وبلله او زیاته یې کړه چې د پاکستان مشرتابه له ده څخه د اوربند د غځولو غوښتنه کړې وه.

ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه 'ټروت سوشل' (Truth Social) ولیکل: "د دې حقیقت پر بنسټ چې د ایران حکومت سخت وېشل شوی دی (چې دا کومه ناڅاپي خبره نه ده) او د پاکستان د فیلډ مارشال عاصم منیر او لومړي وزیر شهباز شریف په غوښتنه، له موږ څخه غوښتل شوي چې پر ایران خپل بریدونه تر هغه وخته وځنډوو چې د هغوی مشران او استازي وکولی شي یو واحد وړاندیز وړاندې کړي."

سمندري بندیز پر خپل ځای دی

ټرمپ وویل، خو د هرمز تنګي په ساحلونو کې د ایران د بندرونو سمندري بندیز به په خپل ځای پاتې وي، پداسې حال کې چې د امریکا پوځ به "په نورو ټولو برخو کې چمتو او ځواکمن پاتې شي."

هغه زیاته کړه چې اوربند به "تر هغه وخته وغځول شي چې د هغوی وړاندیز وسپارل شي او بحثونه په یو نه یو ډول پای ته ورسېږي."

بلخوا، ایراني چارواکي امریکا تورنوي چې په هغو ژمنو کې یې سرغړونه کړې چې تهران د ماتېدونکي اوربند په پیل کې د لس نکاتی چوکاټ په ترڅ کې ټاکلې وې.

د اختلاف یوه اصلي نقطه لا هم د هرمز تنګی دی، چې د نړۍ د تېلو د جریان لپاره یوه حیاتي لاره ده او ایران د جګړې په پیل کې په عملي توګه تړلې وه. ټرمپ وویل چې ده په دې شرط له اوربند سره موافقه کړې وه چې دا لاره به په بشپړ ډول بېرته پرانیستل شي.

خو له تنګي څخه د کښتیو تګ راتګ خورا کم شوی دی. وروسته له هغه چې د خبرو اترو لومړی پړاو ناکام شو، د امریکا سمندري ځواکونو د دغې اوبلارې په اوږدو کې د ایران پر بندرونو سمندري بندیز ولګاوه.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"