تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان : په ملګرو ملتونو کې د بحث اصلی مرکز فلسطین وو، اسرائیل منزوي شوی،د ټرمپ خبرې هیله بښونکي دي
د تورکیې ولسمشر د دوشنبې په ورځ د فلسطین د قضيې د اهمیت یادونه وکړه چې په تېره اوونۍ کې د نیویارک د ملګرو ملتونو په غونډه کې څرګند شو، او ویې ویل: "سره له دې چې اسرائیل هڅه وکړه د هغې مخه ونیسي خو ناکام شول.
اردوغان : په ملګرو ملتونو کې د بحث اصلی مرکز فلسطین وو، اسرائیل منزوي شوی،د ټرمپ خبرې هیله بښونکي دي
اردوغان : په ملګرو ملتونو کې د بحث اصلی مرکز فلسطین وو، اسرائیل منزوي شوی،د ټرمپ خبرې هیله بښونکي دي / AA

اردوغان : په ملګرو ملتونو کې د بحث اصلی مرکز فلسطین وو، اسرائیل منزوي شوی، د ټرمپ خبرې هیله بښونکي دي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي: "د څو هېوادونو پرته، تقریباً هیڅوک نه غواړي د اسرائیل ترڅنګ ودرېږي او یا د نتنیاهو له حکومت سره په انځور کې ښکاره شي."

د تورکیې ولسمشر د دوشنبې په ورځ د فلسطین د قضيې د اهمیت یادونه وکړه چې په تېره اوونۍ کې د نیویارک د ملګرو ملتونو په غونډه کې څرګند شو، او ویې ویل: "سره له دې چې اسرائیل هڅه وکړه د هغې مخه ونیسي، د فلسطین قضیه د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي اسامبلې پر غونډه خپله نښه پرېښوده."

رجب طیب اردوغان د کابینې له غونډې وروسته ملت ته په وینا کې وویل: "د څو هېوادونو پرته، نږدې هېڅوک نه غواړي د اسرائیل ترڅنګ ودرېږي او یا د قاتل  نتنیاهو له حکومت سره په انځور کې ښکاره شي."

اردوغان د هغو هېوادونو شمېر وستایه چې فلسطین یې په رسمیت پېژندلی او ۱۵۸ ته رسېدلی، او ویې ویل: "موږ د دې مبارزې یو مخکښ هېواد په توګه ډېر خوښ یو."

هغه ټینګار وکړ چې تورکیه د فلسطیني ولس ترڅنګ په کلکه ولاړه ده چې د خپلې ځمکې، آزادۍ او وقار دفاع کوي.

هغه زیاته کړه: "که څه هم ځنډیدلی، د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنه د دوه د امنیت شورا د غړو له خوا خورا لوی اهمیت لري." نوموړی د بريتانیې او فرانسې یادونه وکړه.

اردوغان وویل: "نږدې هر څوک پوهېږي چې نتنیاهو، د فساد د څېړنو له امله ورځ تر بلې په ګوښه کېدو سره مخ دی، یوازې د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره سیمه او نړۍ ګډوډۍ ته کش کوي."

د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره د تیرې اونۍ په سپینه ماڼۍ کې د خپلې غونډې په اړه، ولسمشر اردوغان وویل: "زه باور لرم چې په راتلونکو ورځو کې به د دې لیدنې مثبتې پایلې ټول ووینو."

وپلټۍ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی