نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
اوکراین:په تور سمندرګي کې د روسیې لخوا پر بهرنۍ بیرغ لرونکې کښتۍ برید له امله د کښتۍ کپتان وژل شوی
اوکراین وايي چې د روسیې د شپې برید په تور سمندرګي کې د انټيګوا او باربودا بیرغ لرونکې یوه بار وړونکې کښتۍ په نښه کړه، چې کپتان یې ووژل شو او د اوډیسا په سیمه کې یې د بندر زیربنا ته زیان ورساوه.
اوکراین:په تور سمندرګي کې د روسیې لخوا پر بهرنۍ بیرغ لرونکې کښتۍ برید له امله د کښتۍ کپتان وژل شوی
اوکراین:په تور سمندرګي کې د روسیې لخوا پر بهرنۍ بیرغ لرونکې کښتۍ برید له امله د کښتۍ کپتان وژل شوی

د اوکراین د بندرونو ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې روسیې د تور سمندرګي په اوږدو کې د انټيګوا او باربودا تر بیرغ لاندې په یوه بار وړونکې کښتۍ برید وکړ چې د کښتۍ کپتان پکې ووژل شو.

د ټیلیګرام پیغام رسولو اپلیکیشن کې ویل شوي چې د برید له امله اور ولګېد، خو اور مړ شوی او عمله له د بېړۍ څخه تخلیه شوې ده. 

د سیمې والي اولیح کیپر په ټیلیګرام کې وویل چې مسکو هغه ګودامونه هم په نښه کړي چې درمل، د کور وسایل او خوراکي توکي پکې ساتل کیدل.

په ورته وخت کې، د روسیې دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې روسي ځواکونو د شپې د بې ‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د اوکراین دفاعي او انرژۍ اړوند تاسیسات، لوژستیکي مرکزونه او هغه بېړۍ په نښه کړې چې د پوځ لخوا کارول کېدې.

زیلینسکي وايي، که روسیه هم متقابل اقدام وکړي، اوکراین چمتو دی چې د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ودروي

مخکې له دې، د سې شنبې په ورځ، ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي وو چې اوکراین چمتو دی چې د روسیې د انرژۍ پر ځایونو بریدونه ودروي که چیرې مسکو هم ورته کار وکړي، او زیاته یې کړه چې کیف او واشنګټن دواړه غواړي چې جګړه د ژمي څخه مخکې پای ته ورسیږي.

زیلینسکي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي وو: "موږ د انرژۍ د اوربند هر ډول بڼې ته چمتو یو" که روسیه موافقه وکړي چې "زموږ د انرژۍ پر سیسټم برید ونه کړي."

په هرصورت، د اوکراین مشر وویل چې هغه د مسکو له دریځ څخه خبر نه دی، او هیله یې څرګنده کړه چې "امریکایی اړخ به یوه لاره ومومي ... ترڅو دوی هر ډول خبرو اترو ته راولي."

د روسیې او اوکراین ترمنځ د دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن لخوا رهبري شوي هڅې، چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري راهیسې روانې دي، په وروستیو میاشتو کې په ټپه دریدلي دي ځکه چې متحده ایالاتو د ایران پر وړاندې خپلې جګړې ته پام اړولی دی.

روسیې او اوکراین له څو میاشتو راهیسې د اوږد واټن بریدونه زیات کړي چې د راپورونو له مخې د ملکي وګړو اړوند مخ پر زیاتیدونکي شمیر ځایونه، لکه فابریکې، ګودامونه، د انرژۍ او بندرونو زیربناوې، او همدارنګه په تور سمندرګي کې بېړۍ په نښه کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د سه ‌شنبې په ورځ یې په نیویارک کې له زیلینسکي سره وکتل، تیره اوونۍ وویل چې روسیې او اوکراین موافقه کړې چې د یو بل د انرژۍ تاسیسات به نه په نښه کوي. دا خبره یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې ټرمپ پر کییف د روسیې د تیلو تصفیه خانو په نښه کولو له امله نیوکه وکړه.

وپلټۍ
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي