په سویس کې د چین او امریکا غونډه او په کابل کې د چین ، پاکستان او افغانستان درې اړخیزه غونډه وشوه

د افغانستان پلازمینې کابل د چین - پاکستان او افغانستان د درې اړخیزې غونډې کوربه توب وکړ.

/ Reuters

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ په سویس کې له چین سره د خبرو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دواړو خواوو په "دوستانه خو رغنده ډول" د اړیکو بیا پیل په اړه خبرې وکړې.

ټرمپ په خپل ټروت سوشیل پلیټ فارم کې ولیکل: "نن له چین سره په سویس کې یوه ډېره ښه غونډه وشوه. ډېرې خبرې وشوې او په ډېرو شیانو موافقه وشوه."

هغه زیاته کړه: "موږ غواړو چې د چین او امریکا دواړو په ګټه، چین د امریکایي کاروبارونو لپاره خلاص شي. ډېر ښه پرمختګ وشو!!!"

پاکستان-چین-افغانستان

په همدې حال کې، افغانستان په کابل کې د "پاکستان-چین-افغانستان درې اړخیزې غونډې" کوربه و، چېرې چې د اقتصادي همکارۍ، امنیتي همغږۍ او سیمه ییز ثبات په اړه خبرې وشوې.

د پاکستان د افغانستان لپاره ځانګړي استازي محمد صادق په ایکس کې لیکلي دي چې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي "د اقتصادي او امنیتي همکارۍ او سیمه ییز ثبات په اړه د نظرونو د یو ځای کولو لپاره زمینه برابره کړه"

د ویلو ده چې پدې غونډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوی شیاویونګ ګډون کړی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په ایکس کې وویل چې درې واړو هېوادونو په کابل کې د افغانستان-چین-پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه غونډه د جوړولو پرېکړه وکړه.

صادق وویل چې په دې غونډه کې د افغانستان  سوداګرۍ وزیر عزیزي سره د خبرو پر مهال درې واړو هېوادونو د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز افغانستان ته د غځولو په اړه موافقه وکړه.

دا پرمختګ په سیمه کې د هند-پاکستان د اوربند په تعقیب رامنځته شوی دی.