نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د پاکستان د هنګو په ښار کې پر پولیسو خونړی برید شوی.
وسله والو د پاکستان د خیبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې پر پولیسو برید کړی، چیرې چې د ترهګرۍ تاوتریخوالی مخ په ډیریدو دی؛ پلټنې او د بریدګرو د موندلو عملیات روان دي.
د پاکستان د هنګو په ښار کې پر پولیسو خونړی برید شوی.
د پاکستان د هنګو په ښار کې پر پولیسو خونړی برید شوی. / Reuters

د پاکستان د هنګو په ښار کې پر پولیسو خونړی برید شوی.

وسله والو د پاکستان د خیبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې پر پولیسو برید کړی، چیرې چې د ترهګرۍ تاوتریخوالی مخ په ډیریدو دی؛ پلټنې او د بریدګرو د موندلو عملیات روان دي.

پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، د پاکستان په شمال لویدیځ کې تیره شپه د ترهګرو یوې ډلې چې په تهاجمي وسلو سمبال وو، د سړک پر غاړه د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، درې افسران یې وژلي او وروسته په تیښته بریالي شوي دي.

د هنګو ولسوالۍ د پولیسو افسر خان زیب وویل، سمدلاسه دا نه ده روښانه شوې چې آیا بریدګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې که نه.

هغه وویل، د پنجشنبې په ورځ د بریدګرو د موندلو لپاره پلټنې او د لټون عملیات روان وو.

دا وروستی برید څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې دوو ځانمرګو بریدګرو او یوه وسله وال د شمال لویدیځ ښار پیښور کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز برید وکړ، چې درې افسران یې ووژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پنجشنبې په ورځ په هنګو کې د وژل شویو افسرانو د "زړورتیا او قربانۍ" ستاینه وکړه او ویې ویل چې د خیبر پښتونخوا پولیس د اورپکو سره په مبارزه کې مهم رول لوبوي.

په یوه بله پيښه کې، د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په بولان ولسوالۍ کې د یو کور بهر د چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله درې ماشومان ووژل شول.

د پولیسو یوه چارواکي جان محمد کوسا د پنجشنبې په ورځ وویل، چارواکي لا هم پلټنې کوي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د مخ په زیاتیدونکو بریدونو  سره مخ شوی دی. تحریک طالبان پاکستان  چې په ۲۰۰۷ کال کې د څو ترهګرو ډلو څخه جوړ یو ایتلاف دی او په عمده توګه پاکستان په نښه کوي.

تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له طالبانو څخه جلا دی، خو پاکستان ادعا کوي چې کابل له دوی سره مرسته کوي.

په بریدونو کې زیاتوالي د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي دي، او پاکستان تحریک طالبان پاکستان تورنوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې په ازاده توګه فعالیت کوي.

افغانستان دا تور ردوي، خو تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو چې طالبانو د اکتوبر د ۹مې نیټې د بې پیلوټه الوتکې برید پړه پر پاکستان واچوله چې په کابل کې یې د چاودنو لامل شو.

د دې نښتو په پایله کې لسګونه سرتیري، ملکي وګړي او ترهګر ووژل شول، مخکې له دې چې قطر د اکتوبر په ۱۹ مه د اوربند منځګړیتوب وکړي چې لاهم پرځای دی.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله