نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
امریکا د هند او پاکستان څخه د  کړکېچ د کمولو غوښتنه کړې ده.
امریکا بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د لومړي وزیر او هند د بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هیوادونو څخه د اعتدال غوښتنه کړې او ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له هند څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
امریکا د هند او پاکستان څخه د  کړکېچ د کمولو غوښتنه کړې ده.
Rubio encouraged India to work with Pakistan to de-escalate tensions and maintain peace and security in South Asia, says US State Department. / AP

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان او هند څخه د  کړکېچ د کمولو غوښتنه کړې ده. د ویلو ده چې د پاکستان او هند ترمنځه ترینګلې اړیکې وروسته له هغه چې د اپریل په ۲۲ مه نيټه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو وسله وال برید وشو ښې پسې ترینګلې شوې او دواړه هیوادونو د جګړې نقطې ته رسیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د چهارشنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزیر سبراهمنیم جایشنکر او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره جلا جلا خبرې وکړې. امریکا  د هند سره د افراطیت په وړاندې  په  مبارزه  ملاتړ څرګند کړ او له پاکستان څخه یې وغوښتل چې د هغه برید په اړه د پلټنو په برخه کې همکاري وکړي چې په لسګونو تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو تماسونو وروسته جلا جلا بیانونو خپاره کړل.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جایشنکر سره په ټیلیفوني خبرو کې، روبیو د هند سره خپله خواخوږي څرګنده کړه خو په عین حال کې یې د احتیاط سپارښتنه وکړه، ځکه چې هند تر اوسه پرته له شواهدو وړاندې کولو پرته پاکستان د پاهلګام په سیمه کې د برید په ملاتړ تورن کړی دی.

اسلام آباد د هند تورونه رد کړي او د نړیوالو پلټنو غوښتنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې بروس وویل: " د بهرنیو چارو وزیر روبیو  د پاهلګام په وحشیانه ترهګریز برید کې د وژل شویو کسانو لپاره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ترهګرۍ پر وړاندې د هند سره د همکارۍ په برخه کې د امریکا ژمنتیا تایید کړه."

هغه همدارنګه هند ته سپارښتنه وکړه چې له پاکستان سره د کړکېچ د کمولو او په سویلي آسیا کې د سولې او امنیت د ساتلو لپاره په ګډه کار وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر سره خبرې:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تامي بروس وویل روبیو د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې، د اپریل په ۲۲مه د پاهلګام په سیمه کې د ترهګریز برید د غندلو اړتیا په اړه خبرې وکړې، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو شوی وو.

روبیو د دې برید د پلټنو په برخه کې د پاکستاني چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

شریف له امریکا وغوښتل چې پر هند فشار راوړي ترڅو له تاوتریخوالي ډکو څرګندونو څخه ډډه وکړي او په مسؤلیت سره عمل وکړي.

شریف په خبرو کې هند د "پارونکي چلند" په  ترسره کولو تورن کړ او زیاته یې کړه چې "د هند پاروونکي اقدامات به یوازې د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان د مبارزې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

د کشمیر شخړه:

د برید وروسته، دواړو خواوو د غچ اخیستلو یو لړ اقدامات کړي دي.

هند د پاکستان سره د اوبو د شریکولو مهم تړون (اندس اوبو تړون) وځنډاوه او یوازینۍ فعاله ځمکنۍ سرحدي لاره یې وتړله. همدارنګه یې د پاکستاني وګړو لپاره صادر شوي ویزې د یکشنبې له ورځې څخه لغوه کړې.

پاکستان په غبرګون کې د هندي وګړو لپاره صادر شوي ویزې لغوه کړې، خپل هوایي حریم یې د هندي الوتنو لپاره وتاړه، له خپل ګاونډي سره یې سوداګري ودروله او د هند سره د ۱۹۷۲ کال شملې تړون وځنډاوه.

دغه تړون د سولې د ټینګښت او د شخړو د دوه اړخیز حل لپاره جوړ شوی و، په ځانګړې توګه د کشمیر پر شخړه تمرکز درلود.

هند او پاکستان له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې د بریتانوي واکمنۍ څخه خپلواکي ترلاسه کړې، د پخواني شهزاده ایالت پر سر جګړې کړي، چې سرحد یې د کورنیو نسلونه سره جلا کړي دي.

د هند تر ولکې لاندې سیمه کې یاغیان له ۱۹۸۹ کال راهیسې د خپلواکۍ یا له پاکستان سره د یوځای کېدو لپاره مبارزه کوي.

نوی ډیلي، چې په مسلمانو اکثریت لرونکي د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې شاوخوا ۵۰۰,۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي، په کشمیر کې وسله واله مبارزه د "پاکستان ملاتړ شوې ترهګري" بولي، چې پاکستان یې ردوي.

په وروستیو اونیو کې، د مودي حکومت په سیمه کې د مسلمانو سازمانونو، ادبیاتو او ښوونځیو پر وړاندې خپل فشار زیات کړی، چې په ټولې سیمې کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

په همدې وخت کې، هند په شخړه کې د غیر کشمیریانو لپاره ۸۲,۰۰۰ د اوسیدو سندونه صادر کړي، چې د قصدي ډیموګرافیک بدلونونو په اړه اندیښنې راپورته کوي.

د پاهلګام د برید په تعقیب، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان نیول شوي دي.

په همدې حال کې، راپورونه خپاره شوي چې په څو هندي ښارونو کې د هندو ښي اړخو ډلو لخوا د کشمیري مسلمانو زده کوونکو په ګډون پر مسلمانانو بریدونه شوي دي.

وپلټۍ
د چین او امریکا مشرانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتولو او لا پیاوړې کولو موافقه وکړه.
د هند په شمالي سیمو کې د سختو طوفانونو له امله نږدې ۹۰ کسان وژل شوي دي
شي جنپینګ ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې که د تایوان مسله په سمه توګه حل نه شي،'نښتې او شخړې'به رامنځته شي
د اوکراین پلازمینه کیف د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو له لوی برید سره مخ شوې.
د پاکستان په سویل لویدیځ کې له وسله والو سره په نښته ۵ سرتېري او ۷ وسله وال وژل شوي
مهم خبرونه
ټرمپ له شي جین پینګ سره د مهمو خبرو لپاره بیجینګ ته ورسېد
روسیه: اوکراین باید د اوربند دمخه له ډونباس څخه ووځي، بیا د سولې بشپړې خبرې پیل کیدی شي
کانګرس غړي د یوه راپور په حواله سنا ته ویلي چې امریکا د ایران په جګړه کې ۳۹ الوتکې له لاسه ورکړې دي
امریکا او چین د ټرمپ او شي جين پينګ تر لیدنې مخکې په سیول کې د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې
د نیویارک ټایمز راپور: د امریکا استخبارات ښيي چې ایران لا هم د توغندیو پراخې وړتیاوې لري
د ورځې مهم خبرونه
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه بازار کې چاودنې ګڼ شمير کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د انګلستان په پارلمان کې د کارګر ګوند یو زیات شمیر غړیو وکیلانو  د سټارمر څخه د استعفا غوښتنه وکړه
امریکا یوه سناتور د زیږون له لارې د تابعیت د حق د ختمولو لپاره په اساسي قانون کې د تعدیل وړاندیز وکړ
د اوکراین پوځ ویلي د روسیې او اوکراین د اوربند له پای ته رسيدو وروسته کیف د ډرون تر برید لاندې راغلی
ټرمپ: له ایران سره اوربند په (ډېر نازک حالت) کې  قرار لري.
کالاس:تمه ده چې اروپايي ټولنه به په غیرقانوني اسرائیلي کډوالو   ځنډیدلي بندیزونو ولګوي
پاکستان حکومت په بنو کې د پولیسو پر پوستې د تیرې ورځې د برید پړه په افغانستان واچوله
ټرمپ د سولې وړاندیز ته د ایران ځواب 'په بشپړ ډول د نه منلو وړ' وباله