تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان : تورکیه د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، تورکیه د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو په موخه خپلې ډیپلوماټیکې هڅې پیاوړې کوي.
اردوغان : تورکیه د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي
اردوغان- شیخ محمد بن زاید

انقره خپله سیمه ییزه ډیپلوماسي وروسته له هغه ګړندۍ کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ تازه دښمنیو د بې ثباتۍ د ژورېدو او د انرژۍ او کښتۍ چلولو د حیاتي لارو د ګډوډولو ګواښ رامنځته کړی دی.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، تورکیه د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو په موخه خپلې ډیپلوماټیکې هڅې پیاوړې کوي.

دواړو مشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وکړې. اردوغان ټینګار وکړ چې ترکیه به په سیمه کې د روانو کړکېچونو په وړاندې خپلې سولې ته متوجه ډیپلوماټیکې تګلارې ته دوام ورکړي.

د دې ټیلیفوني خبرو په اړه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، اردوغان دا هم ویلي چې تورکیه به هیڅکله په سیمه کې پر هغو هېوادونو بریدونه ونه مني چې دوی یې خپل ورور هېوادونه ګڼي.

انقره د جګړې له پیل راهیسې په وار وار د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو د ملاتړي په توګه ځان ثابت کړی او له دواړو خواوو او همدارنګه له سیمه ییزو حکومتونو سره یې خپلې اړیکې ساتلې دي.

په تېره مې میاشت کې، اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، سعودي عربستان، اردن، بحرین او پاکستان له مشرانو سره په یوې لوړپوړې ویډیو کنفرانس کې ګډون وکړ ترڅو د ایران اړوندو پرمختګونو باندې بحث وکړي.

هغه د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې تورکیه چمتو ده چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د هر ډول هوکړې د پلي کېدو ملاتړ وکړي.

اردوغان وروسته د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم خبرې وکړې او ویې ویل چې تورکیه چمتو ده چې د امریکا او ایران د بهیر د سولېیز پای ته رسولو لپاره هر ډول ممکنه همکاري وکړي.

کله چې په جون میاشت کې د امریکا او ایران ترمنځ یوه لنډمهاله هوکړه اعلان شوه، اردوغان د جګړې د پای ته رسولو په لور د یو مهم ګام په توګه د هغې هرکلی وکړ او ویې ویل چې ترکیې د ټول کړکېچ پر مهال د "لومړیتوب ډیپلوماسۍ" تګلاره غوره کړې وه.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې