نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د آسیا پرمختیايي بانک د پاکستان لپاره ۴۱۰ میلیونه ډالره مالي مرسته منظوره کړه.
د آسیا پرمختیایي بانک (ADB) د جمعې په ورځ د پاکستان د ریکو ډیق د مسو او سرو زرو کان د پراختیا لپاره د ۴۱۰ میلیونه ډالرو مالي مرسته منظوره کړه، ځکه چې د دې هېواد د نادره معدني زیرمو په اړه د بهرنیو هېوادونو لیوالتیا زیاته شوې ده.
د آسیا پرمختیايي بانک د پاکستان لپاره ۴۱۰ میلیونه ډالره مالي مرسته منظوره کړه.
/ AP

د آسیا پرمختیايي بانک د پاکستان لپاره ۴۱۰ میلیونه ډالره مالي مرسته منظوره کړه.

د آسیا پرمختیایي بانک (ADB) د جمعې په ورځ د پاکستان د ریکو ډیق د مسو او سرو زرو کان د پراختیا لپاره د ۴۱۰ میلیونه ډالرو مالي مرسته منظوره کړه، ځکه چې د دې هېواد د نادره معدني زیرمو په اړه د بهرنیو هېوادونو لیوالتیا زیاته شوې ده.

دا د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې یو ډېر ګټور پرانیستی کان دی چې د نړۍ د مسو او سرو زرو له تر ټولو لویو زیرمو څخه ګڼل کېږي. تمه کېږي چې د دې کان تولید به په ۲۰۲۸ کال کې پیل شي.

د لسیزو لپاره، پاکستان په معدني سرچینو بډایه جنوبي ایالت کې د بېلتون غوښتونکو یاغیانو سره په جګړه بوخت دی، چیرې چې د بهرنیو ملاتړ لرونکي انرژۍ پروژې - چې زیاتره یې د چینایي شرکتونو لخوا پرمخ وړل کېږي د بریدونو لاندې راغلي دي.

د د آسیا پرمختیايي بانک مالي مرسته کې د کاناډایي شرکت باریک لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالره پور او د سیمه ییز حکومت لپاره د ۱۱۰ میلیونه ډالرو پور تضمین شامل دي.

کله چې ریکو ډیق بشپړ شي، تمه کېږي چې دا به د نړۍ پنځم لوی د مسو کان وي، چې د برېښنايي تارونو، برېښنايي موټرو او د نوي کیدونکي انرژۍ ټکنالوژۍ لپاره اړین فلز تولیدوي.

د آسیا پرمختیایي بانک مشر ماساتو کاندا په یوه بیان کې وویل: "ریکو ډیق به د مهمو معدني موادو د رسولو ځنځیر کې مرسته وکړي، د پاکې انرژۍ د بدلون ملاتړ به  وکړي او ډیجیټل نوښت ته به وده ورکړي."

کاندا د دې مالي مرستې په اړه وویل چې دا د پاکستان لپاره "یو ستر بدلون راوړونکی ګام دی چې د هېواد د یوې پیاوړې او متنوع اقتصاد پر لور د بدلون ملاتړ کوي."

فعالانو د بلوچستان په ریکو ډیق پروژه نیوکه کړې، چیرې چې یاغیتوب په یوه برخه کې د طبیعي سرچینو د ګټو د وېش په اړه د خلکو د ناخوښۍ له امله زیات شوی دی.

سره له دې چې بلوچستان د هایدروکاربن او معدني سرچینو څخه ډک دی، د دې ایالت  ۷۰ سلنه خلک د فقر کرښې لاندې ژوند کوي.

د درې درجن مدني ټولنو ډلو د آسیا پرمختیایي بانک او نړیوال مالي شرکت څخه غوښتنه کړې چې د ریکو ډیق کان کې پانګونه وځنډوي.

باریک په یوه بیان کې چې AFP ته یې ایمیل کړی، د خپل کان کیندنې کړنې دفاع کړې دي.

په بیان کې راغلي: "باریک د مسؤل کان کیندنې ته ژمن دی او د خپلو عملیاتو ګټې د سیمه ییزو شریکانو او همکارانو سره شریکوي، چې د خلاص او شفافې همکارۍ او د چاپېریال او ټولنیزو لوړو معیارونو پر بنسټ ولاړ وي."

د پاکستان پوځي مشرتابه په وروستیو میاشتو کې هېواد د معدني موادو او نادره زیرمو د مرکز په توګه معرفي کړی، او د دې په اړه یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې سره د سوداګریزو تعرفو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان چارواکو د اوږدې مودې راهیسې د ریکو ډیک پروژه د هېواد د اقتصادي بیا رغونې د ستراتیژۍ د بنسټ په توګه وړاندې کړې ده.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"