د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بریتانیا د لومړي وزیر سټارمر سره ټيلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان د بریتانیا لومړي وزیر سره په ټيلیفوني خبرو کې هغه ته د فلسطین د دولت د په رسمیت پيژندو لپاره د چمتوالي د نیولو له امله مبارکي وویله.

/ Reuters

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بریتانیا د لومړي وزیر سټارمر سره ټيلیفوني خبرې وکړې.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر ته د فلسطین د دولت د پېژندنې په اړه د هغه د څرګندونو مبارکي ویلې ده.

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست په وینا دواړو مشرانو د دوشنبې په ورځ د یوې ټیلیفوني اړیکې پر مهال، د تورکیې او بریتانیا ترمنځ اړیکې، او همدارنګه سیمه‌ییزې او نړیوالې مسلې وڅېړلې.

اردوغان وویل چې په غزه کې بشري وضعیت یوې حساسې کچې ته رسېدلی او دا د د بشریت  دنده ده چې یوازې د پېښو په اړه اندېښنې څرګندولو څخه لا زیات څه وکړي . ځکه چې یوازې د اندیښنې څرګندول کافي ندي.

هغه د دې خبرې پر اهمیت ټینګار وکړ چې باید داسې ګامونه پورته شي چې اسرائیل د اوربند او دوه دولتونو حل لارې ته اړ کړي.

اردوغان زیاته کړه چې تورکیه په دوامداره توګه غزې ته بشري مرستې لېږي، په سیمه کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د منځګړو هڅو ملاتړ کوي، او د اوربند د خبرو اترو ملاتړ کوي.