اردوغان :تورکي نړۍ سازمان به تر هغه بشپړ نشي ترڅو چې شمالي قبرس ترکي جمهوریت پوره غړیتوب ترلاسه نکړي

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د چهارشنبې په ورځ د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د ترکي هېوادونو د سازمان په غير رسمي غونډه کې وینا وکړه.

/ AA

د تورکیې ولسمشر وویل چې د ترکي نړۍ انځور به تر هغه پورې بشپړ نه شي ترڅو چې  شمالي قبرس ترکي جمهوريت  د ترکي هېوادونو د سازمان برخه نه شي.

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د چهارشنبې په ورځ د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د ترکي هېوادونو د سازمان په غير رسمي غونډه کې وینا وکړه.

هغه وویل چې  "موږ باور لرو چې د ترکي نړۍ د کورنۍ انځور به تر هغه وخته نيمګړی وي تر کومه چې د شمالي قبرس ترکي جمهوريت ددې سازمان برخه نشي."

د ۲۰۲۲ میلادي کال د نوامبر په میاشت کې ، د سمرقند په غونډه کې، شمالي قبرس ترکي جمهوريت د دې سازمان څارونکي غړی شو.

اردوغان د منځنۍ دهلېز په اړه هم خبرې وکړې او دا یې د ختیځ او لویدیځ ترمنځ یوه مهمه لار وبلله، او د دې د بریا لپاره یې د ترکي هېوادونو د سازمان دننه د لا قوي همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه د سیمې د تېرو او اوسنیو شخړو په اړه وویل: "هغه غمیزې چې په تېرو وختونو کې په قبرس، قره باغ، بوسنیا او نن په غزه کې رامنځته شوې دي، موږ ته یادونه کوي چې باید د خپلو پولو هاخوا حالاتو ته هم پام وکړو."

اردوغان د اوکراین د  روانې جګړې په اړه وویل: "موږ به د دواړو هېوادونو (روسیه-اوکراین) سره د یو هر اړخیز اوربند او عادلانه سولې د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتو."