تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
اردوغان د استانبول د فتحې ۵۷۳مه کلیزه ولمانځله
اردوغان د استانبول د فتحې ۵۷۳مه کلیزه ولمانځله او د استانبول د فاتح  سلطان محمد خان څخه يي په ډیر درناوي یادونه وکړه.
اردوغان د استانبول د فتحې ۵۷۳مه کلیزه ولمانځله
ولسمشر رجب طیب اردوغان

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، په ۱۴۵۳ میلادي کال کې د استانبول فتحې دې ښار ته سوله، امنیت او نوی ژوند ورکړ او دا یې په تاریخ کې یوه ټاکونکې شېبه وبلله.

اردوغان زیاته کړه چې استانبول په ۱۴۵۳ کال کې له فتحې راهیسې د تورکیې د "سترګو تور" (ډېر ګران ښار) پاتې شوی دی.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول د فتحې ۵۷۳مه کلیزه ولمانځله او دا پېښه یې نه یوازې یوه تاریخي پوځي بریا، بلکې یو داسې بدلون وباله چې ښار ته یې سوله، امنیت او بیا رغونه راوړه.

اردوغان د جمعې په ورځ د "خلیج کنګرس مرکز" کې د واکمن عدالت او پراختیا ګوند د استانبول ولایتي څانګې لخوا تنظیم شوي "د استانبول له فتحې د زړونو تر فتحې پورې" پروګرام کې وینا وکړه. نوموړي د هغو اتلانو نه په ډیر درناوي او درنښت یادونه وکړه چې ۵۷۳ کاله وړاندې یې د فاتح سلطان محمد خان په مشرۍ په دې فتحه کې برخه اخیستې وه.

اردوغان وویل: "په دې مانا لرونکې ورځ، زه په ډېرې درناوۍ سره د خپلو هغو ټولو مشرانو یادونه کوم چې ۵۷۳ کاله وړاندې یې د استانبول په فتحه کې برخه اخیستې وه او د دې ښار د فتحې پر مهال شهیدان او یا غازیان شوي دي."

هغه زیاته کړه: "زه دغه راز هغه ستر قوماندان ( فاتح سلطان محمد) په درناوي یادوم چې په ۲۱ کلنۍ کې یې استانبول فتحه کړ. د فتحې ۵۷۳مه کلیزه دې مبارکه او بختوره وي."

اردوغان وویل چې دا فتحه "یوازې یوه لویه بریا" یا د یوې دورې "پیل او پای" نه و، بلکې "د نړۍ په یو تر ټولو ګران بیه ښار کې له تیارو څخه رڼا ته بدلون و." هغه وویل چې دې فتحې تلپاتې سوله او امنیت رامنځته کړ، د بېلابېلو عقیدو او مخینو لرونکو خلکو ترمنځ یې زغم ترویج کړ او یو داسې ښار یې بیا راژوندی کړ چې د زوال لور ته روان و.

استانبول: د تورکیې د "سترګو تور"
اردوغان د ارواښاد تاریخ پوه خلیل اینالجیک خبره نقل کړه چې ویلي یې وو، فاتح سلطان محمد خان  د فتحې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې او وروسته یې قسطنطنیه د خیریه بنسټونو او عامه تاسیساتو له لارې په یو پرتمین ترکي-اسلامي ښار بدله کړه.

ولسمشر اردوغان هغه نبوي حدیث ته هم اشاره وکړه چې د قسطنطنیې له فتحې سره تړاو لري: "قسطنطنیه به خامخا فتحه کېږي. څومره غوره قوماندان به وي هغه قوماندان چې دا فتحه کوي او څومره غوره لښکر به وي هغه لښکر چې پدې فتحه کې برخه اخیستې وي"

هغه دا فتحه د بریاوو د هغې لړۍ تر ټولو ځلانده کړۍ وبلله چې په ۱۰۷۱ کال کې د ملازګرد له جګړې پیل شوې وه او وویل چې دې چارې وښودله چې تورکي ملت د خپلو هیلو په لاره کې څه ډول لاسته راوړنې لرلی شي.

د هغې مشهورې تاریخي پېښې په اړه چې عثماني بېړۍ د وچې له لارې خلیج ته انتقال شوې وې، اردوغان وویل چې دا کار د فاتح سلطان محمد د هوډ او په بریا د هغه د کلک ایمان نښه وه.

نوموړي پر هغو کسانو نیوکه وکړه چې لا هم د فتحې د میراث مخالفت کوي او زیاته یې کړه چې د استانبول د تاریخي هویت په اړه نیوکې د فتحې له میراث سره د نه حل شوې دښمنۍ څرګندونه کوي.

ولسمشر په پای کې وویل، تورکیه به د فاتح سلطان محمد د میراث په توګه د استانبول ساتنې ته دوام ورکړي او د راتلونکو لاسته راوړنو لپاره به له دې فتحې الهام اخلي: "که موږ په رښتیا ایمان ولرو، کار وکړو او د ستونزو په وړاندې استقامت وکړو، نو داسې هیڅ کار نشته چې موږ یې ترسره نه کړو او داسې هیڅ هدف نشته چې ورته ونه رسېږو."

 

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول