امریکا او وینزویلا  ترمنځه د کړکېچ زیاتېدو پرمهال امریکا په کارابین کې د جي پي اېس سېګنالونه ګډوډوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکا او وینزویلا د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره سم، د کارابین په ځینو برخو کې د سپوږمکۍ له لارې د لارښوونې سېګنالونه ګډوډوي، چې دا کار ښايي د ملکي هوايي او سمندري تګ راتګ لپاره خطرونه زیات کړي.

By
امریکا او وینزویلا  ترمنځه د کړکېچ زیاتېدو پرمهال امریکا په کارابین کې د جي پي اېس سېګنالونه ګډوډوي / Reuters

امریکا او وینزویلا  ترمنځه د کړکېچ زیاتېدو په ترڅ کې  امریکا په کارابین کې د جي پي اېس سېګنالونه ګډوډوي
امریکايي ځواکونو د ډسمبر په لسمه، د وینزویلا سواحلو ته نږدې یوه لویه د تېلو ټانکر بېړۍ ونیوله، چې د دوی په وینا ایران ته یې 'بندیز لګول شوي تېل' لېږدول.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکا او وینزویلا د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره سم، د کارابین په ځینو برخو کې د سپوږمکۍ له لارې د لارښوونې سېګنالونه ګډوډوي، چې دا کار ښايي د ملکي هوايي او سمندري تګ راتګ لپاره خطرونه زیات کړي.

دغې ورځپاڼې د شنبې په ورځ ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو ترمنځ کړکېچ په ټوله سیمه کې د الکترونیکي جګړې د زیاتوالي لامل شوی دی.

ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې، او د سټینفورډ پوهنتون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو د تحلیل پر بنسټ ویلي، چې په دې وروستیو میاشتو کې په کارابین کې ځای پر ځای شویو ځینو امریکايي جنګي بېړیو په خپلو شاوخوا سیمو کې د GPS سېګنالونه ګډوډ کړي دي.

په ورته وخت کې، د سپوږمکۍ معلوماتو شرکت 'سپایر ګلوبل' موندلې چې د وینزویلا وسله والو ځواکونو د هغه څه په ځواب کې چې کاراکاس یې د امریکا مخ پر زیاتېدونکی پوځي فشار ګڼي، د مهمو بنسټیزو تاسیساتو لکه پوځي اډو، د تېلو چاڼځایونو او د برېښنا فابریکو شاوخوا د موقعیت موندنې سېګنالونه بند کړي دي.

د لوګن سکاټ په وینا، چې د راډیويي فریکونسۍ متخصص دی او په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې د نړۍ لومړني ډیجیټل GPS ریسیورونه جوړ کړي وو، د دواړو لورو له خوا د ورته تاکتیکونو کارولو د سېګنالونو د ګډوډۍ کچه او شدت پراخ کړی دی.

راپور ټینګار کړی چې دغو پوځي اقداماتو هغه GPS سېګنالونه ګډوډ کړي چې د ملکي ترانسپورت له خوا کارول کېږي.

ورځپاڼې ویلي، د GPS په سېګنالونو کې د لاسوهنې زیاتوالی د مادورو پر وړاندې د ټرمپ د فشار کمپاین "یو له تر ټولو ښکاره سیمه ییزو اغېزو" څخه دی.

د ټرمپ ادارې ویلي چې د امریکا د سمندري ځواکونو ځای پر ځای کول، چې د USS Gerald R. Ford الوتکې وړونکې بېړۍ هم په کې شامله ده، موخه یې د نشه يي توکو د قاچاق د عملیاتو سره مبارزه ده، چې ادعا کوي د وینزویلا د حکومت له خوا تنظیمېږي.

په ورته وخت کې، متحده ایالاتو د وینزویلا سواحلو ته نږدې یوه د تېلو ټانکر بېړۍ درولې او ورختلي دي، چې دا د کاراکاس پر وړاندې د فشار کمپاین وروستی ګام دی.

دا په دوو اونیو کې دویم ځل دی چې امریکايي ځواکونو دا ډول بېړۍ نیولې ده او دا پېښه څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې ټرمپ وینزویلا ته تلونکو او له هغه ځایه راوتونکو "بندیز لګول شویو د تېلو بېړیو" د محاصرې اعلان وکړ.

نیویارک ټایمز د یوه نامعلوم امریکايي چارواکي او د وینزویلا د تېلو صنعت د دوو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دا بېړۍ د پاناما بیرغ لرونکې وه، د وینزویلا تېل یې لېږدول، په دې وروستیو کې له وینزویلا څخه تللې وه او د کارابین په اوبو کې وه.