نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس د دوو ښځینه مسلمانو غړو د چټک ډیپورټ کولو غوښتنه کړې
ټرمپ کانګرس ته د  وینا پر مهال د اعتراض له امله د دوو مسلمانو وکیلانو د شړلو غوښتنه وکړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس د دوو ښځینه مسلمانو غړو د چټک ډیپورټ کولو غوښتنه کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس د دوو ښځینه مسلمانو غړو د چټک ډیپورټ کولو غوښتنه کړې / AP

امریکا  ولسمشر وايي: "موږ باید هغوی بېرته هغه ځای ته واستوو له کومه ځایه چې راغلي دي — څومره چې ژر کېدای شي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس د دوو ښځینه مسلمانو غړو د چټک ډیپورټ کولو غوښتنه کړې، وروسته له هغه چې د کانګرس استازو راشده طیب او الهان عمر د کانګرس د  وینا پر مهال پر هغه چیغې کړې او د خبرو د ګډوډولو هڅه یې وکړه.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په یوه اوږد ټولنیز پوسټ کې ولیکل: "کله چې خلک داسې چلند کولی شي، او دا چې موږ پوهېږو هغوی کږې (ناسمې) او فاسدې سیاستوالې دي او زموږ د هېواد لپاره ډېرې بدې دي، موږ باید دوی بېرته هغه ځای ته واستوو له کومه ځایه چې راغلي دي — څومره چې ژر کېدای شي."

که څه هم الهان عمر په سومالیا کې زېږېدلې، خو نږدې درې لسیزې کېږي چې د امریکا تابعیت لري. له بلې خوا، راشده طیب یوه فلسطینۍ الاصله امریکایۍ ده چې د میشیګان ایالت په ډیټرویټ کې زېږېدلې، پدې معنی چې هغه په خپل ټول ژوند کې د امریکا تبعه پاتې شوې ده. هیڅ یوه یې هم د قانون له مخې خپلو پلرنیو هېوادونو ته د لېږلو وړ نه ده.

دواړو ښځو د سه شنبې په ماښام د کانګرس په ګډه ناسته کې د ټرمپ د وینا پر مهال په وار وار پر هغه چیغې کړې او هغه یې د کډوالۍ د افسرانو په لاس د امریکایانو د مړینې له امله ملامت کړ.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو