نړۍ
4 د لوستلو موده (...) دقیقې
هند د اسرائیل سره د دوه اړخیزې پانګه ونې او همکارۍ تړون لاسلیک کړ
هند او اسرائیل د دوه اړخیزې پانګونې یو تړون لاسلیک کړی چې موخه یې د سوداګرۍ او مالي همکارۍ پراخول دي. دا  په داسې حال کې  ده چې تل ابیب  په غزه کې د روانې کړې  نسل وژنې له امله د زیاتېدونکي سیاسي انزوا سره مخ دی.
هند د اسرائیل سره د دوه اړخیزې پانګه ونې او همکارۍ تړون لاسلیک کړ
/ Reuters
9 سپتمبر 2025

پداسې حال کې چې پر اسرائیلو په غزه کې د روانې کړې نسل وژنې له امله نړۍوال فشارونه مخ په زیاتیدو دي ، هند ددې هیواد سره د دواړه اړخیزې پانګه ونې یو تړون لاسلیک کړ.

هند او اسرائیل د دوه اړخیزې پانګونې یو تړون لاسلیک کړی چې موخه یې د سوداګرۍ او مالي همکارۍ پراخول دي. دا  په داسې حال کې  ده چې تل ابیب  په غزه کې د روانې کړې  نسل وژنې له امله د زیاتېدونکي سیاسي انزوا سره مخ دی.

دغه تړون په نوي ډیلي کې د اسرائیل د ښي اړخي مالي وزیر بیزلیل سموتریچ د درې ورځني سفر پر مهال لاسلیک شو، چې د هند د ماليې وزیرې نرملا سیتارامن سره یې لیدنه وکړه.

د اسرائیل د حکومت د یوې اعلامیې له مخې، دا د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) د یوه غړي هیواد سره د اسرائیل لومړنی دوه اړخیز پانګونې تړون دی.

د هند د ماليې وزارت دغه تړون د "تاریخي پرمختګ" په توګه یاد کړی چې په فینټیک، زیربناوو، مالي مقرراتو او ډیجیټل تادیاتو کې به همکاري پیاوړې کړي.

سیتارامن همدارنګه په "سایبري امنیت، دفاع، نوښت او لوړ ټیکنالوژۍ" کې د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

سموتریچ، چې د لویدیځې غاړې د ناقانونه میشت ځایونو سره د اړیکو له امله د څو لویدیځو حکومتونو لخوا بندیزونه پرې لګول شوي، دغه تړون د "ګډ لید لپاره مهم ستراتیژیک ګام" وباله.

هغه په ایکس کې ولیکل: "نن ورځ د اسرائیل او هند ترمنځ تړون زموږ د اقتصادي ودې، نوښت او ګډې هوساینې انعکاس دی."

هغه زیاته کړه: "دغه تړون به د دواړو هیوادونو پانګوالو ته نوي فرصتونه برابر کړي، د اسرائیلي صادراتو ملاتړ وکړي، او سوداګرو ته د ودې لپاره یقیني او اړین وسایل برابر کړي."

د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۹ میلیارده ډالرو ته ورسېده، چې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالر متقابلې پانګونې وې.

دفاعي او امنیتي همکاري د اړیکو اصلي بنسټ پاتې دی، چې هند د اسرائیل تر ټولو لوی وسلو اخیستونکی دی.

د غزې د نسل وژنې په منځ کې ژورې اړیکې

دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک شو چې اسرائیل د نړیوالې محکمې او د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې کې د غزې د نسل وژنې په تورونو سره مخ دی، چې له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې یې له ۶۴،۵۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژلي دي.

سره له دې، هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د هندوانو ملتپال حکومت تر مشرۍ لاندې اسرائیل ته نږدې شوی دی.

نوي ډیلي د اکتوبر د ۷مې نېټې د اسرائیل پر وړاندې د ناڅاپي برید غندنه وکړه او هغه یې "د ترهګرۍ عمل" وباله، او له هغه وخت راهیسې یې د فلسطین پلوه مظاهرو پر وړاندې سخت اقدامات کړي، په داسې حال کې چې د اسرائیل پلوه مظاهرې یې اجازه ورکړې دي.

که څه هم هند لا هم په رسمي ډول د دوه دولتونو د حل ملاتړ کوي، خو د اسرائیل پر وړاندې د ملګرو ملتونو د څو انتقادي پرېکړو څخه ډډه کړې، چې په دې کې د ۲۰۲۴ کال د عمومي اسامبلې هغه رایه هم شامله ده چې په غزه کې د "فوري، بې قید او شرط او دایمي اوربند" غوښتنه یې کړې وه.

په ورته وخت کې، اسرائیل له هند سره د تعلیمي اړیکو پراختیا کړې، چیرې چې هندیان د هیواد تر ټولو لویه ډله بهرني زده کوونکي جوړوي.

د سیمه ئیزو بدلونونو پراخ چوکاټ

دغه تړون د جیوپولیټیک بدلونونو په منځ کې لاسلیک شو.

هند د اسرائیل پر ایران بریدونه غندلي نه دي او د تل ابیب پر وړاندې د ځینو څو اړخیزو اعلامیو سره یو ځای کېدو څخه ډډه کړې ده.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیرې میاشتې په وروستیو کې د هندي توکو پر وړاندې ۵۰ سلنه تعرفې ولګولې، چې وروسته نوي ډیلي د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) اعلامیه لاسلیک کړه چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل بمبارۍ غندنه یې وکړه.

هند همدارنګه هڅه کړې چې له خپل اوږدمهاله سیال چین سره اړیکې نرمې کړي، چې د SCO غونډې په څنډه کې د چین ولسمشر شي جین پینګ مودي ته وویل چې بیجینګ او نوی ډیلي باید "ملګري وي، نه سیالان."

په نوي ډیلي کې د سموتریچ تود هرکلی د مودي د دې هوډ څرګندونه وکړه چې د نړیوالو غبرګونونو سره سره له اسرائیل سره اړیکې پیاوړې کړي.

وپلټۍ
پوتین د روسیې له لوري د دوه ښارونو د نیولو ادعا وروسته د اوکراین جګړه ځپلي سیمې ته سفر وکړ
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې رام الله ته نږدې د چاقو په برید کې اسرائیلي پوځیان ټپیان شول
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو
روسیې د اوکراین د کلیدي ښار پوکروفک د نیولو ادعا کړې
افریقایي هېوادونو د HIV مخنیوي  واکسین لومړی عامه وېش پیل کړ
بلجیم د اسرائیلو لخوا د سوریې پر خاوره  د بریدونو له امله  د سوریې ملي حاکمیت ته درناوي غوښتنه وکړه
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه ځانمرګي برید کې یو پولیس افسر ووژل شو
تاجکستان وايي، په تېره اوونۍ کې له افغانستان سره په پوله کې په  بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي دي
په اندونیزیا کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې مړو شمیره ۴۴۲ تنو ته لوړه شوه
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په امریکا کې به د پناه غوښتنې بهیر د اوږدې مودې لپاره وځنډوي.
د انګلستان د پوځ یوه پخواني افسر پلټنو ته ویلي چې د بریتانیا پوځ په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي
هاکان  فیدان د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عراقچي سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې وکړې
اردوغان: اسرائیل پر جعلي پلمو د غزې اوربند ماتوي