تورکیه
1 د لوستلو دقیقه
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، که ملګري ملتونه د نړیوالې ټولنې د ارادې منعکسولو کې پاتې راشي، نو هغه 'مشروع او عادلانه' سازمان نشي ګڼل کېدای.
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ وویل چې نړیوال تړونونه په زیاتیدونکې توګه له پامه غورځول کیږي او د نړیوالو محکمو پرېکړې نه عملي کېږي.

اردوغان په استانبول کې د عدالت په نړیواله غونډه کې وویل: "نړیوالو تړونونو خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی دی. په ورته ډول، د نړیوالو محکمو لخوا صادرې شوې پرېکړې نورې نه پلي کیږي."

اردوغان پر اوسني نړیوال نظام نیوکه وکړه او ویې ویل، که د ملګرو ملتونو نظام د نړیوالې ټولنې اراده منعکس نه کړي، نو «مشروع او عادلانه» نشي ګڼل کېدای.

هغه غزې ته په اشارې سره وویل چې دا سیمه د "متکبر، وینې تږي نسل وژنې شبکې" لخوا چې ځان د نړیوال قانون څخه پورته ګڼي "د نړۍ ترټولو لوی تمرکز کمپ" ته اړول شوې ده.

وپلټۍ
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
حوثي ملیشو د سعودي عربستان په یو مهم مالي مرکز برید وکړ.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ
روسيې د کیف ترڅنګ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او یو مهم پل یې زیانمن کړی
د خبرو اترو لسیزه: د ټي آر ټي (TRT) نړیوال فورم ۲۰۲۶ په استانبول کې پیل شو
ابراهیم قالن :  له غزې پرته فلسطین ناشونی دی، او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته سوله ناشوني
د تورکیې ولسمشر اردوغان د غزې په تړاو پر تړونونو د عمل کولو یادونه وکړه
د فلسطین چارواکي وايي، د اسرائیلو بریدونو په غزه کې تر ۶۸ میلیون ټنو پورې ملبه پریښې ده
فیدان: د مکې اتحاد د هغو سیمه‌ییزو هېوادونو پر مخ پرانیستی دی چې د سولې ګډ لید لوری لري.