نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو سرټکي
د امریکا له خوا پر ایراني تېل‌ وړونکو بېړیو انتقامي بریدونه
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران - امریکا

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو د ایران پنځه تېل‌ وړونکې بېړۍ وروسته له هغې ویجاړې کړې چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب لخوا دوه ځلې پر یوې امریکايي جنګي بېړۍ بالستیک توغندي وتوغول شول. امریکايي بېړۍ له دواړو بریدونو روغه وتښتېده او د کومې مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. ایراني رسنیو هم راپور ورکړی چې امریکا د خارګ ټاپو  ته نږدې یوه ایراني تېل‌ وړونکې بېړۍ ویشتې ده.

په ورته وخت کې، سپاه پاسداران ادعا کړې چې په اردن کې یې د امریکا پر یوې اډې او دوو امریکايي ویجاړونکو بېړیو په برید سره سخت ځواب ورکړی دی. ایران دغه راز کویټ او بحرین ته نږدې د تېل‌ وړونکو بېړیو عملې ته خبرداری ورکړی چې سمدستي خپلې بېړۍ خالې کړي، ځکه چې د هغوی بېړۍ "په نښه کېدونکې دي". په خلیج کې دغو ترینګلتیاوو د تېلو قیمتونه فی بیرل ۱۰۰ ډالرو ته نږدې کړي، چې نړیوال اقتصاد او د اسهامو بازارونه یې اغېزمن کړي دي.

د بریتانیا د نویو بندیزونو له امله  اسرائيلو په ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا د قونسګرۍ د تړولو پریکړه وکړه.

اسرائیلو په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس  کې د بریتانیا د قونسلګرۍ د تړولو پریکړه وکړه او د  بریتانیا استازو ته یې له هېواده د وتلو امر کړی دی. دا په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د غیرقانوني اسرائيلي مېشت ځایونو پر محصولاتو د بریتانیا نویو سوداګریزو بندیزونو  ته د اسرائیلو مخامخ ځواب دی. د اسرائيلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدعون سار دا اقدام اعلان کړ او ویې ویل چې اسرائیل به د فلسطیني ادارې د ځواکونو لپاره د بریتانیا روزنیز پروګرامونه هم پای ته ورسوي او لسګونو بریتانیایي چارواکو او وګړو ته به هېواد ته د ننوتلو اجازه ورنکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ایډ ملیبند پر اسرائيلو د "فلسطینیانو د توکمیزې تصفیې" تور پورې کړ چې د اسرائيلي "اشغالګرو تروریستانو" لخوا ترسره کېږي، او تایید یې کړه چې د وسلو د صادراتو د دېرشو جوازونو تعلیق پاتې دی او د هغه په وینا "په بشپړ ډول تطبیقېږي". د بریتانیا او اسرائيلو ترمنځ دا ترینګلتیا په داسې حال کې زیاتېږي چې په فلسطیني سیمو کې د اسرائيلو د غیرقانوني مېشت ځایونو د پراختیا پر وړاندې نړیوال فشارونه مخ په زیاتېدو دي.

ملګري ملتونه: پر لبناني ملکیانو او زېربناو د اسرائيلو بریدونه د منلو وړ ندي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په سویلې لبنان، په ځانګړي ډول النبطية ته نږدې د اسرائيلي بریدونو د زیاتېدو له امله سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغه ویاند سټیفن ډوجاریک وویل چې د اسرائيلو بریدونو روغتونونه، روغتیايي کارمندان او عامه ادارې په نښه کړې دي او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسېدو مخه یې نیولې ده. ګوترېش پر ملکیانو او ملکي زېربناو د اسرائيلو بریدونه د نه منلو وړ وبلل. هغه د جګړې سمدستي پای ته رسېدو، له لبنان له خاورې څخه د اسرائيلي ځواکونو بشپړ وتلو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک له مخې د لبنان حاکمیت ته د درناوي غوښتنه وکړه.

پوتین ټرمپ ته: روسیه په اروپا هیڅ د تیري پلانونه نلري

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ ته ویلي چې مسکو د اروپا پر وړاندې "هیڅ ډول د تیري پلانونه نلري". دا څرګندونې د کرملین لخوا شوي دي. کرملین ویلي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل امریکايي سیال دونالد ټرمپ ټلیفوني خبرې وکړې. دا ټیلیفوني خبرې "خورا روښانه او صادقانه" وې. دواړو مشرانو شاوخوا یو ساعت خبرې وکړې. د دوی په خبرو کې د اوکریین جګړې، مسکو ته د امریکايي استازو سټیو وټکوف او جیرډ کوشنر د وروستیو سفرونو او د سمدستي اوربند او سولې خبرو اترو پر مخ وړلو هڅو باندې بحث وشو. راپورونه وايي پوتین ټرمپ ته د جګړې د ډګر د وضعیت یو "واقعیت لرونکی" انځور وړاندې کړ. ټرمپ له خپلې خوا د جګړې سمدستي پای ته رسولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

تورکیه د روسیې له نوي تړون له لارې کیمیاوي سرې ته لاسرسی تامینوي

تورکیې او روسیې د کیمیاوي سرې د لېږد په اړه یو نوی تړون لاسلیک کړی چې تورکیې ته د کیمیاوي سرو او خامو موادو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. د تورکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر ابراهیم یوماکلي د سه شنبې په ورځ دا معاهده اعلان کړه. یوماکلي وویل چې دا تړون له انقرې سره مرسته کوي چې د خپلو سرچینو خوندیتوب زیات کړي او د سیمه ییزو جګړو له امله رامنځته کېدونکو هغو خطرونو مخه ونیسي چې د اکمالاتو مخه نیسي. وزیر زیاته کړه چې دا هوکړه د کرنیزو سرو لېږد یقینی کوي، د کرنیز تولید ملاتړ کوي او بزګرانو ته خپلو حیاتي کرنیزو توکو ته "بې وقفې او دوامداره لاسرسی" ورکوي.

 

وپلټۍ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کانګرس کنټرول: د تېرو منځمهالو ټاکنو لړۍ د نوامبر په میاشت کې د جمهوري غوښتونکو ننګونو ته رڼا اچوي
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی