کلتور
2 د لوستلو دقیقې
نامتو فلم جوړوونکی راب رینر او د هغه مېرمن په لاس انجلس کې په خپل کور کې مړه وموندل شول
د یکشنبې په ورځ سي ان ان او این بي سي راپور ورکړ چې امریکایی ډایرکټر راب رینر او د هغه مېرمن میشل سېنگر په  سویلي کالیفورنیا کې په خپل کور کې مړه موندل شوي دي.
نامتو فلم جوړوونکی راب رینر او د هغه مېرمن په لاس انجلس کې په خپل کور کې مړه وموندل شول
نامتو فلم جوړوونکی راب رینر او د هغه مېرمن په لاس انجلس کې په خپل کور کې مړه وموندل شول / Reuters
15 دسمبر 2025

نامتو فلم جوړوونکی راب رینر او د هغه مېرمن په لاس انجلس کې په خپل کور کې مړه وموندل شول

رینر د خپل نسل یو له ترټولو اغېزناکو فلم جوړوونکو څخه و، چې د " د شهزادګۍ  ناوې ، کله چې میري د لیلا سره ملاقات وکړي په څېر د مشهورو کلاسیکو فلمونو له کبله پېژندل کېده.

د یکشنبې په ورځ سي ان ان او این بي سي راپور ورکړ چې امریکایی ډایرکټر راب رینر او د هغه مېرمن میشل سېنگر په  سویلي کالیفورنیا کې په خپل کور کې مړه موندل شوي دي.

د لاس انجلس پولیسو د یکشنبې په ماښام په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دوی به تر اوسه په رسمي توګه د هغو دوو کسانو هویت تایید کړی ندی چې د ډایرکټر په استوګنځي کې مړه موندل شوي، او له هیڅ شکمن کس سره یې مرکه نه ده کړې.

رینر، چې د یوه کامیډي ستوري زوی و او پخپله هم د خپل نسل یو له مخکښو فلم جوړوونکو څخه شو، د ګڼشمیر فلمونو سره یې شهرت درلود او ۷۸ کلن و.

د پولیسو یو چارواکي چې د څېړنو په اړه یې معلومات لرل، تایید کړه چې رینر او سېنگر قربانیان دي. دغه چارواکي په عامه توګه د څېړنو د جزیاتو په اړه خبرې نه شوې کولای او د نوم نه ښودلو په شرط یې له اسوشیټیډ پریس سره خبرې وکړې.

د لاس انجلس د پولیسو د څانګې کپتان مایک بلینډ وویل، چارواکو د "احتمالي وژنې" په اړه څېړنې کولې. د لاس انجلس د اور وژنې ادارې وویل چې د ماسپښین له ۳:۳۰ بجو لږ وروسته یې د طبي مرستې یوې غوښتنې ته ځواب ووایه.

وپلټۍ
د سوریې پوځ د حلب په ختیځ کې د دیر حافر ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړ او سیمه د ترهګرو څخه پاکه کړه.
د جرمني لومړی وزیر: امریکا 'د اصولو پر بنسټ نظم څخه مخ اړوي'
د سویلي افریقا  د کیپ ټاون ښار ته نږدې اووه کسان وژل شوي.
د تورکیې د بشري مرستو  بنسټ تېر کال په ۱۴ هېوادونو کې ۷۰ دایمي پروژې بشپړې کړي دي
د ایران په لاریونونو کې د مړو شمېر له ۳۰۰۰ واوښت، انټرنیټ ورو ورو بېرته فعالېږي
سپینې ماڼۍ د غزې د حکومتولۍ پلان لپاره اجرایوي بورډ اعلان کړ
د تورکیې ملي راډیو تلویزیون د ځوانانو لپاره د ( ټي آر ټي ځوان ) په نامه یو جلا چینل پرانیست.
آلمان په برلین کې له لوړپوړو خبرو وروسته د اروپا په امنیت کې د تورکیې د رول ملاتړ کوي
فیدان: تورکیه د ایران پر وړاندې د 'هر ډول پوځي مداخلې' مخالفت کوي
په امریکا کې د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف ځای کې د مرګونو شمیره مخ په لوړیدو ده
په ټایلنډ کې د کرېن نړېدو له امله اورګاډی له پټلۍ وتلی او لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
د ګرینلینډ لومړی وزیر: موږ د امریکا پر ځای ډنمارک غوره کوو
د اسرائيلو د پارلمان وکیلان د فلسطيني بنديانو د په دار ځړولو لپاره د قانون د مسودې د تصویب هڅې کوي
امریکا په مصر، لبنان او اردن کې د اخوان المسلمین څانګې 'ترهګرې' ونومولې
روسیې او اوکراین پر یو بل تور ولګاوه چې د شپې یې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هوايي بریدونه کړي