"د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره توره ورځ": د پنټاګون خبریالانو د نویو قوانینو له ردولو وروسته خپل کارتونه

"د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره توره ورځ": د پنټاګون خبریالانو د نویو قوانینو له ردولو وروسته خپل کارتونه وسپارل

"د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره توره ورځ": پنټاګون د خبریالانو د نویو قوانینو له ردولو وروسته خپل کارتونه / AP

"د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره توره ورځ": د پنټاګون خبریالانو د نویو قوانینو له ردولو وروسته خپل کارتونه وسپارل

نږدې ټولو لویو رسنیو د نوې پالیسۍ له لاسلیک کولو ډډه کړې، کومه چې له خبریالانو غواړي ترڅو ومني چې دوی د امنیتي ګواښ په توګه پېژندل کېدای شي او خبریالۍ اجازه یا کارت  به یې لغوه شي.

په لسګونو پنټاګون خبریالانو د پنټاګون د نویو محدودونکو رسنیزو قوانینو سره د نه موافقې وروسته خپل کارتونه سپارلې دي.

د پنټاګون د مطبوعاتو ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي: «نن، د دفاع وزارت په امریکا کې تقریباً د هرې لویې رسنۍ د پنټاګون خبریالانو پېژندپاڼې ضبط کړې.»

د هغو خبریالانو لپاره چې د خپلو باورلیکونو ساتلو لپاره له نویو قوانینو سره موافق نه وو، د پنټاګون له تاسیساتو څخه د وتلو وروستۍ نېټه د مازدیګر ۵ بجې وه.

رسنۍ استدلال کوي چې دا پالیسي د دوی د اساسي قانون د لومړي تعدیل له حقونو څخه سرغړونه ده، او تقریباً ټولو لویو رسنیو لکه نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او سي اېن اېن د دغې پالیسۍ له لاسلیک کولو ډډه کړې ده، کومه چې له دوی غواړي ژمنه وکړي چې هیڅ غیر مجاز مواد به نه ترلاسه کوي او نه به یې کاروي - حتی که دا معلومات غیر محرم هم وي.

ټولنې ویلي: «دفاع وزارت دا کار ځکه وکړ چې خبریالانو د ملي امنیت په اړه د راپور ورکولو د جرم ګڼلو او د لاسلیک کوونکو د احتمالي محاکمې له ضمني ګواښ سره د مخامخ کېدو له امله د رسنیو نوې پالیسي نه لاسلیکوله.»

دغې ټولنې ویلي چې غړي یې لا هم د امریکا د پوځ په اړه راپور ورکولو ته ژمن دي.

خو زیاته یې کړه: «اشتباه مه کوئ، نن، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۱۵مه، د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره یوه توره ورځ ده چې په حکومتدارۍ کې روڼتیا، په پنټاګون کې عامه حساب ورکونې او د ټولو لپاره د بیان ازادۍ ته د امریکا د ژمنتیا د کمزوري کېدو په اړه اندېښنې راپورته کوي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د جګړې له وزیر (دفاع وزیر) پیټ هګسیټ څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې مطبوعات "ډېر ناصادق" دي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «زه فکر کوم چې هغه (هګسیټ) مطبوعات د نړیوالې سولې په برخه کې ډېر ګډوډونکي ګڼي.»

دا پالیسي له خبریالانو غواړي چې د مطبوعاتو د لاسرسي په اړه نوي قوانین ومني، په شمول د دې چې که دوی د وزارت له کارکوونکو څخه د محرمو او ځینې غیر محرمو معلوماتو د افشا کولو غوښتنه وکړي، نو دوی به د امنیتي ګواښ په توګه وپېژندل شي او د پنټاګون مطبوعاتي پېژندپاڼې به یې لغوه شي.

د پنټاګون دا نوې پالیسي د هګسیټ، چې د فاکس نیوز پخوانی کوربه دی، تر مشرۍ لاندې پر مطبوعاتو د محدودیتونو د پراخولو وروستۍ هڅه ده.

فاکس نیوز هم د هغو خبري سازمانونو په ډله کې دی چې د مطبوعاتو د نویو محدودیتونو له منلو یې ډډه کړې ده.