لیدلوری
نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
د امریکا د استازو جرګې په جون کې د محکمې پر وړاندې د بندیزونو یو قانون تصویب کړ، د امریکا د استازو جرګې دغه پریکړه د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر یواف ګلنټ د نیولو غوښتنې په ځواب کې کړې ده.
00:00
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر. / Reuters

دجرمونو نړیوالې محکمې مشر ویلي چې د امریکا بندیزونو او د روسیې لخوا د محکمې پر کارکوونکو د نیولو امرونو د دې ادارې شتون په جدي توګه له ګواښ سره مخ کړی. د محکمې د ۱۲۴ غړو هېوادونو په کلني کنفرانس کې د محکمې مشر  توموکو اکاني په خپلو خبرو کې روسیه یا امریکا په مستقیم ډول یاد نه کړل، خو هغوۍ یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه یاد کړل.

"په هر معیار، په هر ستندرد، دا غونډه په یو کړکیچن وخت کې ده،" د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان د کنفرانس په پیل کې وویل. "موږ له بې سارې ننګونو سره مخ یو. زه فکر کوم چې مدني ټولنه، قربانیان، ژوندي پاتې شوي، او په ټوله کې بشریت له مونږ څخه بې سارې هیلې لري." د روسیې د لاهي په محکمه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین د نیولو له امر څخه دوه میاشتې وروسته دغې محکمې، دجرمونو نړیوالې محکمې  د لوۍ څارنوال کریم خان لپاره د نیولو امر صادر کړ.

د امریکا استازو جرګې په جون میاشت کې د محکمې پر وړاندې د بندیزونو یو قانون تصویب کړ، چې دا د څارنوال خان لخوا د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر یواف ګلنټ د نیولو غوښتنې په ځواب کې و. نور: کله چې عدالت مناسب نه وي: د امریکا او د جرمونو نړیوالې ادارې ستونزمنې اړیکې

'درانه بندیزونه'

"محکمه د داسې بریدونو هدف ګرځېدلې چې موخه یې د محکمې مشروعیت، د عدالت د پلي کولو وړتیا او د نړیوال قانون او بنسټیزو حقونو د پلي کولو وړتیا کمزوري کول دي؛ جبري اقدامات، ګواښونه، فشارونه او د خرابۍ کړنې،" اکاني وویل او زیاته یې کړه چې د محکمې د کارکوونکو پر وړاندې د نیولو نور امرونه هم صادر شوي دي. "دوۍ داسې فکر کوي لکه مونږ چې یوه تروریستي ډله یو، محکمه د امنیت شورا د بل دایمي غړي لخوا د درنو اقتصادي بندیزونو له ګواښ سره مخ ده. داسې اقدامات به ژر تر ژره د محکمې عملیات په ټولو حالاتو او قضیو کې کمزوري کړي او د هغې شتون به په جدي توګه له ګواښ سره مخ کړي،".

که څه هم امریکا د محکمې غړې نه ده، خو د نړۍ د مخکښ پوځي او اقتصادي ځواک په توګه کولی شي د جرمونو نړیواله محکمه د دیپلوماتیکو او سیاسي لارو او د هغې پر کارکوونکو د مالي بندیزونو له لارې کمزورې کړي. محکمه په کلکه د خپلې خپلواکۍ د اغېزمن کولو هر ډول هڅه ردوي. موږ په کلکه زموږ د دندې د سیاسي کولو هڅې ردوو. موږ په هر حالت کې یوازې د قانون سره سم عمل کړی او تل به همداسې کوو،" هغه وویل.

د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې د جګړې جرمونو، د بشریت پر وړاندې جرمونو، نسل وژنې او د تیري جرمونو د څېړلو لپاره جوړه شوه، په هغو مواردو کې چې غړي هېوادونه پخپله دغه جرمونه څېړل نه غواړي یا نشي کولی. محکمه کولی شي د غړو هېوادونو د اتباعو لخوا ترسره شوي یا د غړو هېوادونو په خاوره کې د نورو لخوا ترسره شوي جرمونه وڅېړي. د دغې محکمې د ۲۰۲۴ کال بودیجه شاوخوا ۱۹۷ میلیونه ډالره اټکل شوې ده.

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي