تورکیې نن د سه شنبې ورځ د نوامبر لسمه د خپل جمهوریت د بنسټ ایښودونکي، مصطفی کمال اتاترک د مړینې ۸۸م تلین د هېواد په کچه د درناوي په وړاندې کولو او د هغه د مړینې په کټ مټ وخت کې د دوه دقیقو چوپتیا په غوره کولو سره ولمانځه.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې د خپلواکۍ د جګړې اعلي سرقوماندان او د تورکیې جمهوریت بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک ته د هغه د مړینې د ۸۸ م تلین د لمانځولو په چوکاټ کې د درناوي مراتب وړاندې کړل.
اردوغان په ایکس (X) شبکه کې په یوه پیغام کې وویل: "د تورکیې جمهوریت بنسټ ایښودونکی او لومړني ولسمشر، غازي مصطفی کمال اتاترک نه د هغه د ابدي سفر په ۸۸م تلین کې په درناوي او رحمت سره یادونه کوم."
نوموړي دغه راز د تورکیې د ملي شورا هغو غړو ته هم درناوی وړاندې کړ چې د خپلواکۍ د جګړې پر مهال یې دنده ترسره کړې وه او د جمهوریت لپاره یې د لارې په هوارولو کې نه ستړې کیدونکې هڅې او سرښندنې کړې وې.
ملت د خپل بنسټ ایښودونکي د درناوي لپاره چوپتیا غوره کوي
نن سهار په ځايي وخت په ۹ بجو او ۵ دقیقو کټ مټ هغه شیبه کې چې اتاترک د ۱۹۳۸ کال د نوامبر په ۱۰مه ژوند د لاسه ورکړی وو، په ټوله تورکیه د سایرنونو په غږیدو سره دوه دقیقې چوپتیا په غوره کولو سره د تورکیې معنوي حضور ته ادا د احترام وشوه.
په ټول هیواد کې پدې شيبه کې خلکو خپل کارونه پریښودل او خپل جمهوریت د بڼسټګر په درناوي يي دوه دقیقې چوپیتا غوره کړه.
اتاترک د تورکیې په تاریخ کې د هغې مبارزې د مشرۍ له امله یو د درناوي وړ شخصیت پاتې شوی، چې اناتولیا یې د ترکي ملت د ټاټوبي په توګه خوندي کړه او د عصري جمهوریت بنسټونه یې کېښودل.
تورکیې تېره میاشت د خپل جمهوریت د تاسیس ۱۰۳مه کلیزه ونمانځله.






















