نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
اروپايي ټولنه او ټرمپ د روسیې پر انرژۍ د بندیزونو لپاره د ګډ کار په اړه خبرې کوي
د اروپايي ټولنې مشره اورسولا فون دېر لاین د سې شنبې په ورځ وویل چې هغې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین د جګړې له امله پر روسیې د لا سخت فشار لپاره د اضافي ګامونو په اړه خبرې کړې دي.
اروپايي ټولنه او ټرمپ د روسیې پر انرژۍ د بندیزونو لپاره د ګډ کار په اړه خبرې کوي
/ AFP

اروپايي ټولنه او ټرمپ د روسیې پر انرژۍ د بندیزونو لپاره د ګډ کار په اړه خبرې کوي

فون دېر لاین او ټرمپ د مسکو پر ضد د نوو بندیزونو له لارې پر روسي انرژۍ، بانکونو او کریپټو باندې د سخت فشار په اړه خبرې کوي.

د اروپايي ټولنې مشره اورسولا فون دېر لاین د سې شنبې په ورځ وویل چې هغې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین د جګړې له امله پر روسیې د لا سخت فشار لپاره د اضافي ګامونو په اړه خبرې کړې دي.

هغې په ایکس کې لیکلي: «ما له (ټرمپ) سره ښه تلیفوني تماس درلود څو زموږ ګډې هڅې لا پیاوړې کړو او د اضافي اقداماتو له لارې پر روسیې اقتصادي فشار زیات کړو.»

فون دېر لاین وویل د اروپايي ټولنې اجرائیوي اداره به ډېر ژر د ۲۰۲۲ کال د یرغل راهیسې پر روسیې د ۱۹مې بسته بندیزونو وړاندیزونه وړاندې کړي.

هغې زیاته کړه چې په دې کې به پر کریپټو، بانکونو او د انرژۍ په نښه کولو اقدامات شامل وي.

د چټکتیا غوښتنه

ټرمپ له خپلو متحدینو څخه غوښتنه کړې چې مسکو ته د سزا ورکولو دمخه د روسیې د تیلو اخیستل ودروي، او هغوی ته یې ویلي چې پر چین ګمرکي تعرفې ولګوي.

د ۲۷ هېوادونو اروپايي ټولنې لا د ۲۰۲۲ کال د اوکراین د جګړې د پیل وروسته د روسیې د تیلو ډېری واردات بند کړي او پلان لري چې د ۲۰۲۷ کال تر پایه ټول روسي تیل او ګاز په مرحله وار ډول ودروي.

فون دېر لاین څرګنده کړه چې بروکسل غواړي لا چټک ګامونه واخلي.

هغې لیکلي: «د روسیې د جګړې اقتصاد چې د سونګ توکو له عوایدو تمویلېږي، په اوکراین کې د وینې تویولو تمویل کوي. د دې د پای ته رسولو لپاره، اروپايي کمیسیون به وړاندیز وکړي چې د روسي د سونګ وارداتو د له منځه وړلو بهیر چټک شي.»

وپلټۍ
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي
روبیو: په بریتانیا کې د (RAF) پوځي اډې ته څېرمه د شکمنې دسیسې تر شا د "بهرني اړخ" لاس دی
ټرمپ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې هغه پر ایران د بندیزونو کمولو ته لیواله دی
هرمز په تنګي کې پر یوه امریکايي  بېړۍ د ایران د توغنديز برید له امله اته امریکايي سرتیري  ټپیان شوي
ټرمپ یو انځور خپور کړی چې پکې د هرمز تنګی د «ټرمپ تنګی» په توګه ښودل شوی دی
اوکراین ویلي دي چې روسیې په کیف کې پر وړکتونونو او ښوونځیو بریدونه کړي دي