د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي دي چې د لسو هیوادونو یوه ډله د تهران د وړاندیز شوي پلان ملاتړ کوي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د متحده ایالاتو سره د جګړې د پای ته رسولو د هڅو یوه برخه ده.
تهران ویلي چې که واشنګټن د ایران له شرطونو سره موافقه وکړي، نو چمتو دی چې په دوو ورځو کې د هرمز تنګی بېرته پرانیزي. ایران تر دې وړاندې د دغه کار لپاره د یوې اوونۍ موده وړاندیز کړې وه.
عراقچي د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل: "غونډې مثبت ځواب ورکړ او د ایران لخوا وړاندیز شوي پلان، یعنې د دوه ورځني پلان، ملاتړ کولو سره، هیله څرګنده کړه چې دا پلان به یو قطعي او جامع اوربند ته لار هواره کړي."
عراقچي د یکشنبې په وروستیو ساعتونو کې پاکستان ته ورسېد، ترڅو د اقتصادي همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون وکړي. دغه سازمان د جنوبي او منځنۍ اسیا او منځني ختیځ د هېوادونو ډله ده.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په دې غونډه کې د پاکستان، تورکیې، اذربایجان، قزاقستان، ایران، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د افغانستان چارواکي، چې د یاد سازمان غړی دی، په غونډه کې حاضر نه وو.
د سولې په هڅو کې ځنډ
د جګړې د پای ته رسولو هڅې په وروستیو اوونیو کې له ځنډ سره مخ شوې دي. تهران د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په بدل کې له بهرنیو هېوادونو سره د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو، د بندیزونو د لېرې کولو او د ایران پر بندرونو د امریکا د سمندري محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
ایران د جګړې له پیل راهیسې دغه سمندري لار تړلې ده، چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد لپاره یوه حیاتي لاره ګڼل کېږي.
امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران جګړه پیل کړه، چې په ترڅ کې یې د ایران د مشرتابه غړي ووژل شول او له تهران څخه وغوښتل شول چې د اټومي فعالیتونو اړوند ټول اقدامات ودروي.
جګړې منځنی ختیځ په تاوتریخوالي کې ډوب کړ، ځکه چې د تهران ځوابي بریدونو د واشنګټن سیمه ییزې شتمنۍ او د خلیج متحدین په نښه کړل، چې د انرژۍ نړیوال نرخونه یې اسمان ته پورته کړل.






















