افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
په افغانستان کې د ۵.۸ درجې زلزلې لږ زیانونه اړولي
دغه زلزله د جمعې په ورځ په داسې حال کې وشوه چې په دغه مسلمان مېشته هېواد کې خلک د روژې ماتي لپاره راټول شوي وو.
په افغانستان کې د ۵.۸ درجې زلزلې لږ زیانونه اړولي
په افغانستان کې د ۵.۸ درجې زلزلې لږ زیانونه اړولي / AP

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې یوه چارواکي د شنبې په ورځ اې اېف پي اژانس ته وویل، د رېښتر په کچه ۵.۸ درجې زلزلې چې د پلازمېنې کابل په ګډون یې ختیځ افغانستان ولړزاوه، یوازې لږ مالي زیانونه اړولي او د یوه تن د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دغه زلزله د جمعې په ورځ په داسې حال کې وشوه چې په دغه مسلمان مېشته هېواد کې خلک د روژې ماتي لپاره راټول شوي وو.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي، د زلزلې مرکز د کابل شمال ختیځ ته په شاوخوا ۱۳۰ کیلومترۍ (۸۰ میله) واټن کې څو لرې پرتو کلیو ته نږدې و.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد وویل: «له پرونۍ زلزلې وروسته کوم جدي ځاني او مالي زیانونه نه دي اوښتي.»

هغه زیاته کړه چې د افغانستان په شمال کې، «په تخار ولایت کې یو تن سطحي ټپي شوی او په لغمان ولایت کې درې کورونه لږ زیانمن شوي دي.»

د زلزلې مرکز ته نږدې د خنج ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، زلګي تلاشي وویل، ټکانونه «ډېر قوي وو او نږدې ۳۰ ثانیې یې دوام وکړ.»

په افغانستان کې زلزلې، په ځانګړې توګه د هندوکش غرونو په لړۍ کې، چېرې چې د یوریشیا او هند ټکټونیکي صفحې سره نښلي، یو عام امر دی.

تېر کال په اګست میاشت کې د هېواد په ختیځ کې د رېښتر په کچه ۶.۰ درجې یوې کمې ژورې زلزلې د غره په لمنو کې پراته کلي له منځه یوړل او له ۲۲۰۰ څخه ډېر کسان یې ووژل.

څو اونۍ وروسته، د افغانستان په شمال کې د ۶.۳ درجې زلزلې ۲۷ کسان ووژل.

په ۲۰۲۳ کال کې د ایران پولې ته نږدې په لوېدیځ هرات ولایت او په ۲۰۲۲ کال کې په ننګرهار ولایت کې لویو زلزلو سلګونه کسان ووژل او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

په دغه عمدتاً کلیوالي هېواد کې، چې د لسیزو جګړو له امله ویجاړ شوی، ډېری کورونه په غیر معیاري ډول جوړ شوي دي.

په غرني افغانستان کې کمزورې مخابراتي شبکې او بنسټیزې اسانتیاوې په تېر کې د پېښو پر وړاندې د غبرګون چارې له خنډ سره مخ کړې او چارواکي یې له دې منع کړي چې لرې پرتو کلیو ته ساعتونه یا حتی ورځې وروسته ورسېږي او د زیانونو کچه معلومه کړي.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله