نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د شمالي کوریا مشر د روسیې سره د مرستې له امله کیدای شي چې جنګي مجرم وبلل شي.
د جزا نړۍوالې محکمې پخواني مشر ویلي دي چې د شمالي کوریا ولسمشر د اوکراین پر خلاف د روسیې سره د پوځي مرستې له امله کیدای شي چې د جنګي مجرم په توګه وبلل شي.
د شمالي کوریا مشر د روسیې سره د مرستې له امله کیدای شي چې جنګي مجرم وبلل شي.
/ Reuters

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ښایي د هاګ په نړیوال جزایي محکمه  کې د جنګي جرمونو د تحقیقاتو سره مخ شي، ځکه چې هغه د روسیې او اوکراین په جګړه کې د روسیې څخه  ملاتړ کړی دی. دا څرګندونې د نړیوالې جزایي محکمې پخواني مشر سونګ سانګ هیون د دوشنبې په ورځ د سویلي کوریا په پلازمېنه سیول کې یوې غونډې ته وکړې.

تېره میاشت شمالي کوریا تایید کړه چې خپلو سرتېرو ته یې دنده سپارلې چې د روسیې په ملاتړ د اوکراین جګړه کې برخه واخلي. هم پیونګ یانګ او هم مسکو دواړو دا خبره تایید کړې چې د شمالي کوریا سرتېري د روسیې سره د اوکراین پر وړاندې جګړه کې مرسته کوي.

سونګ وویل، سره له دې چې کیم جونګ اون د شمالي کوریا د بشري حقونو د سرغړونو لپاره نړیوالې جزایي محکمې ته نه دی معرفي شوی، اوس قانوني بنسټونه شته چې اوکراین د هغه پر وړاندې قضیه پرانیزي.

هغه زیاته کړه: "اوس وخت مناسب دی چې کیم جونګ اون نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې شي." هغه وویل چې د روسیې سره د پیونګ یانګ پوځي ملاتړ اوکراین ته قانوني بنسټ ورکوي چې د شمالي کوریا پر وړاندې شکایت وکړي.

سونګ دا هم وویل چې که څه هم د اوکراین لخوا شکایت کول به غوره وي، نړیواله جزایي محکمه هم واک لري چې خپلواکه تحقیقات پیل کړي.

هغه نړیوالې جزایي محکمې ته غږ وکړ چې د شمالي کوریا د مشرتابه او د هغوی د متحدینو لخوا د احتمالي جنګي جرمونو پر وړاندې قوي اقدامات وکړي.

وپلټۍ
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد