د تورکیې نفوس په ۲۰۲۵ کال کې ۸۶ میلیونو ته لوړ شو.

د نفوسو د ودې کلنۍ کچه په ۲۰۲۵ کال کې په هرو زرو کې پنځو ته لوړه شوه، چې په ۲۰۲۴ کال کې په هرو زرو کې ۳.۴ وه.

By
د تورکیې نفوس په ۲۰۲۵ کال کې ۸۶ میلیونو ته لوړ شو. / AA

د تورکیې د احصایې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، د نارینه وو نفوس ۴۳.۰۶ میلیونه یا د ټول نفوس ۵۰.۰۲ سلنه کیږي، په داسې حال کې چې ښځو نفوس ۴۳.۰۳ میلیونه یا ۴۹.۹۸ سلنه اعلان شوی دی.

په تورکیه کې د نفوسو د ودې کلنۍ کچه په ۲۰۲۵ کال کې په هرو زرو کې پنځو ته لوړه شوه، چې په ۲۰۲۴ کال کې په هرو زرو کې ۳.۴ وه.

د رسمي معلوماتو له مخې، د تورکیې نفوس په ۲۰۲۵ کال کې د تیر کال په پرتله د ۴۲۷،۲۲۴ په ډیریدو سره ۸۶.۰۹ میلیونو ته ورسید.

د تورکیې د احصایې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، د نارینه وو نفوس ۴۳.۰۶ میلیونه یا د ټول نفوس ۵۰.۰۲ سلنه کیږي، په داسې حال کې چې ښځو نفوس ۴۳.۰۳ میلیونه یا ۴۹.۹۸ سلنه اعلان شوی دی.

د نفوسو د ودې کلنۍ کچه په ۲۰۲۵ کال کې په هرو زرو کې پنځو ته لوړه شوه، چې په ۲۰۲۴ کال کې په هرو زرو کې ۳.۴ وه.

د تورکیې د احصایې ادارې  وویل: "د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې د استوګن نفوس تناسب، چې په ۲۰۲۴ کال کې ۹۳.۴ سلنه و، په ۲۰۲۵ کال کې ۹۳.۶ سلنه شو."

"پر دې سربیره، په ښارګوټو او کلیو کې د اوسیدونکو نفوس تناسب له ۹۴ عشاریه ۴  سلنې څخه۹۴ عشاریه ۶سلنې ته لوړ  شوی دی."

د تورکیې سوداګریز مرکز، استانبول، د ۱۵.۷۵ میلیونه نفوس په درلودلو سره ترټولو لوی ښار دی، چې د تیر کال په پرتله یې نفوس ۵۲،۴۵۱ کسان ډیر شوي دي.

ورپسې پلازمینه انقره د ۵.۹ میلیونه نفوس سره دویم، د ازمیر ولایت د ۴.۵ میلیونه نفوس سره دریم، د بورسا صنعتي ښار  د ۳.۲۶ میلیونه نفوس سره څلورم او د مدیترانې تفریحي ښار انتالیا د ۲.۷۷ میلیونه نفوس سره ځای ۵ لوی ښار دی .

په تورکیه کې د نفوس منځنی عمر په ۲۰۲۵ کال کې ۳۴.۹ ته لوړ شو، چې په ۲۰۲۴ کال کې ۳۴.۴ و.