نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا پوځ په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو په یوه مشکوک کښتۍ برید کې څلور کسان وژلي دي
د پنټاګون مشر پیټ هیګسیت وویل، د امریکا پوځ د چهارشنبې په ورځ په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو په یوه شکمنه کښتۍ باندې په برید کې څلور کسان وژلي دي.
د امریکا پوځ په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو په یوه مشکوک کښتۍ برید کې څلور کسان وژلي دي
د امریکا پوځ په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو په یوه مشکوک کښتۍ برید کې څلور کسان وژلي دي / Reuters

د امریکا پوځ په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو په یوه مشکوک کښتۍ برید کې څلور کسان وژلي دي

د  امریکا د  دفاع وزیر پیټ هیګسیت وايي، د ولسمشر ټرمپ په امر دغه برید د مخدره توکو د قاچاق یوه کښتۍ په نښه کړه چې د یوې ټاکل شوې ترهګرې ډلې لخوا اداره کیده.

د پنټاګون مشر پیټ هیګسیت وویل، د امریکا پوځ د چهارشنبې په ورځ په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو په یوه شکمنه کښتۍ باندې په برید کې څلور کسان وژلي دي.

هیګسیت د چهارشنبې په ورځ په ایکس (پخواني ټویټر) کې ولیکل, "دا کښتۍ لکه د نورو په څېر، زموږ د استخباراتي معلوماتو له مخې د ناقانونه نشه‌ يي توکو د قاچاق برخه وه، د نشه‌ يي توکو په پېژندل شوې لاره تېرېدله او له ځان سره یې نشه‌ يي مواد لېږدول".

هیګسیت په خپل پوسټ کې د ۲۲ ثانیو یو ویډیويي کلیپ هم خپور کړی، چې یوه کښتۍ په اوبو کې ښکاري او وروسته پرې برید کېږي او چاودنه کوي.

هیګسیت وویل، دغه عملیات د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر لارښوونې لاندې ترسره شوي او هغه کښتۍ یې په نښه کړې وه چې د یوې ټاکل شوې ترهګریزې ډلې (DTO) لخوا چلول کېده.

"هغه وویل, څلور نارینه نشه‌ يي-ترهګر په دې کښتۍ کې سپاره وو — او د برید پر مهال ووژل شول — دا برید په نړيوالو اوبو کې ترسره شو. هېڅ امريکايي ځواک ته په دې بريد کې زيان نه دی رسېدلی".

هیګسیت دا ماموریت د مخدره توکو د قاچاق کونکو شبکو په وړاندې د پراخ کمپاین یوه برخه وبلله چې په لویدیځ نیمه کره کې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه: "لویدیځه نیمه کره نور د مخدره توکو د ترهګرو لپاره خوندي ځای نه دی چې مخدره توکي زموږ ساحلونو ته راوړي ترڅو امریکایان مسموم کړي. د جګړې وزارت به د دوی تعقیب ته دوام ورکړي او هرچیرې چې دوی فعالیت کوي له منځه یوسي."

نور بریدونه

پنټاګون په وروستیو اونیو کې په کارابین او ختیځ آرام سمندر دواړو کې څو ورته عملیات ترسره کړي، چې هدف یې هغه کښتۍ وې چې د جنوبي امريکا څخه د نشه ‌يي توکو د لېږد شک پرې کېده.

امريکا وايي، دا بریدونه د هغو قاچاقي لارو او مجرمو شبکو د له منځه وړلو لپاره دي چې د نشه ‌يي توکو د شمالي امريکا پر لور د قاچاق مسؤلې بلل کېږي.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه