د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی چې د اروپا د نوي امنیتي چوکاټ په اړه بحثونه کولی شي د ناټو د کمزوري کولو او د دې لویې وچې د پولو د بیا ترسیمولو لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅو ته ګټه ورسوي، دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لارې چارې لټوي.
زیلینسکي د جمعې په ورځ خبریالانو ته په خپلو خبرو کې، چې تر شنبې ورځې پورې یې پر خپرېدو بندیز و، وویل چې مسکو هڅه کوي خبرې اترې د څلور نیم کلنې جګړې له پای ته رسولو هاخوا پراخې کړي او د اروپا د امنیتي نظم په اړه مسلې بېرته راپورته کړي.
هغه وویل: «زما په اند، دا خطرناک کېدای شي. دا باید اصلي اجنډا نه وي.»
زیلینسکي استدلال وکړ چې په اروپا کې د پولو بدلولو لپاره د پوتین هیلې ټولو ته څرګندې دي او خبرداری یې ورکړ چې په امنیتي ترتیباتو کې بیاکتنه کولی شي د لا زیاتو شخړو یا تاوتریخوالي لامل شي.
واشنګټن د ناټو د غړیتوب په بحث کې له دونباس څخه د وتلو موضوع راپورته کړې.
زیلینسکي وویل چې متحده ایالاتو د لومړي ځل لپاره له کییف څخه پوښتنه کړې چې ایا اوکراین به د ناټو د غړیتوب په بدل کې د دونباس سیمې له هغو برخو څخه ووځي چې لا هم د اوکراین تر کنټرول لاندې دي او که نه.
هغه بیا ټینګار وکړ چې اوکراین به خپله خاوره تسلیم نه کړي او نه به پر اشغال شویو سیمو د روسیې حاکمیت په رسمیت وپېژني.
کییف له خپلو شریکانو سره پر یوې پراخې امنیتي کڅوړې خبرې کوي چې پکې د ناټو او اروپایي اتحادیې ځانګړي تضمینونه، یو پیاوړی اوکرایني پوځ، مالي ملاتړ او د بیارغونې پلان شاملېدای شي.
زیلینسکي وویل چې دی به هر تایید شوی وړاندیز د اوکراین ټولنې ته د غور لپاره وړاندې کړي. هغه بېطرفي هم رد کړه او ویې ویل چې دا کار د هېواد په اساسي قانون کې بدلون ته اړتیا لري.
هغه وویل: «که پوتین تمه لري چې د اوکراین بېطرفي دې په قانون کې ځای پر ځای شي، نو دا کار به هېڅکله ونه شي.»
زیلینسکي وایي اروپا باید خپل امنیت پخپله وټاکي
د اوکراین ولسمشر خبرداری ورکړ چې مسکو کولی شي له پراخو امنیتي خبرو څخه په استفادې د ناټو په پوځي حضور کې د بدلونونو غوښتنه وکړي، چې پکې د اروپا له ځینو برخو څخه د امریکایي ځواکونو وتل هم شامل دي.
هغه وویل چې د دې لویې وچې د راتلونکو امنیتي ترتیباتو په اړه هر ډول پرېکړې باید د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د ناټو د اروپایي غړو لخوا وشي.
زیلینسکي وویل: «ترتیب باید داسې وي: اوربند، په اوکراین کې د جګړې پای، او د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه. له اوکراین پرته په اروپا کې یا د اروپا لپاره هېڅ امنیتي تضمین نه شي کېدای.»
اروپایي مشرانو هم ټینګار کړی چې د دې لویې وچې امنیت باید د اروپایانو لخوا وټاکل شي، نه دا چې د مسکو لخوا پرې وتپل شي.
د انرژۍ اوربند او د بندیانو تبادله لاهم لومړیتوبونه دي
زیلینسکي وویل چې په ابوظبۍ کې په مذاکراتو کې د اوکراین په لومړیتوبونو کې د انرژۍ اوربند، د تور سمندرګي بیا پرانیستل، د بندیانو تبادله او د هېوادونو د مشرانو ترمنځ د لیدنې لپاره چمتووالی شامل وو.
هغه وویل چې روسي مذاکره کوونکو خپلو اوکرایني سیالانو ته ویلي چې دوی د انرژۍ د اوربند په اړه د پرېکړې واک نه لري او داسې ښکاري چې مسکو د دې منلو ته لېوال نه دی.
خو زیلینسکي وویل چې په مسکو کې د امریکایي مذاکره کوونکو په ګډون بحثونو د بندیانو د تبادلې په اړه یوه هوکړه رامنځته کړې چې له مخې به یې له هر لوري څخه تر ۱،۰۰۰ ډېر کسان خوشې شي. هغه اټکل وکړ چې ټول شمېر ممکن د ۱،۲۰۰ او ۱،۳۰۰ ترمنځ وي، او دقیق شمېر یې لا هم د ټاکل کېدو په حال کې دی.
هغه همداراز په راتلونکو مذاکراتو کې په مستقیم ډول د اروپایي هېوادونو د شاملولو لپاره د امریکا د ملاتړ هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ابوظبۍ په غونډو کې بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا استازیتوب درلود.
اوکراین د سټارشیلډ (Starshield) پر محدودیتونو پوښتنې راپورته کړې زیلینسکي همداراز د روسیې تر اشغال لاندې د اوکراین په خاوره کې د سپېس اېکس (SpaceX) د سټارشیلډ سټلایټ سیستم پر محدودیتونو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دا چاره د روسي بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د شنډولو هڅې له خنډ سره مخ کوي.
هغه ادعا وکړه چې په اشغال شویو سیمو کې د دغه سیستم سرعت د پنځو ورځو لپاره په ساعت کې تر ۱۶۱ کیلومترو پورې محدود شوی و، چې له امله یې اوکرایني ځواکونو نه شوای کولی د جیټ انجن لرونکي شاهد ډرونونه تر هغه وخته وولي، تر څو چې هغو سیمو ته نه وو رسېدلي چې دا محدودیتونه پکې نه وو پلي شوي.
زیلینسکي پر دې پوښتنه راپورته کړه چې ایا دا محدودیتونه تخنیکي وو، او ویې ویل چې اوکرایني چارواکي باور لري چې دا کار د سپېس اېکس لخوا شوی دی.
هغه وویل چې دا مسله وضاحت ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له پخوانیو ډاډونو وروسته، چې ویلي یې وو سټارشیلډ تر ډېره په مستقیم ډول د امریکا د حکومت تر کنټرول لاندې دی.






















