لیدلوری
منځنی ختیځ
5 د لوستلو دقیقې
آیا تاسو کله هم د "له سیند څخه تر سمندر پورې، آزاد فلسطین" خبره اورېدلی ده؟
دا خبره د فلسطینیانو او د هغوی د حقونو د ملاتړ کوونکو لخوا کارول کېږي. د ډېرو خلکو لپاره، دا یو شعار دی چې د ازادي او سولې استازیتوب کوي.
00:00
آیا تاسو کله هم د "له سیند څخه تر سمندر پورې، آزاد فلسطین" خبره اورېدلی ده؟
/ TRT Global

فعالین وایي چې دا شعار خلک سره یوځای کوي او د ۷۶ کلونو راهیسې د اسراییلو تر اشغال لاندې ژوند کوونکو فلسطینیانو ته هیله او د مقاومت الهام ورکوي. خو دا شعار د اسراییل پلوه ډلو او حکومتونو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی. حتی رسنۍ او ټکنالوژۍ شرکتونو هم هڅه کړې چې په انلاین توګه د دې عبارت کارول سانسور کړي. خو دا شعار ولې دومره بحث پاروونکی دی؟ راځئ، د هغې تاریخ او معنی وڅېړو.

د دې شعار په بنسټ کې، د فلسطینیانو آزادي پرته ده. په شعار کې ذکر شوی "سیند" د اردن سیند دی، او "سمندر" د مدیترانې سمندر ته اشاره کوي. یعنې دا شعار د دواړو اوبو سرچینو ترمنځ د یو خپلواک فلسطین غوښتنه کوي. دا شعار نه یوازې د فلسطیني خلکو خپلې خاورې سره ژور تړاو تاییدوي، بلکې د استعمار ضد مبارزه هم پکې رانغښتې ده. دا شعار د نسلونو په اوږدو کې د فلسطیني خلکو په فولکلور او انقلابي سندرو کې تکرارېدونکې موضوع پاتې شوې ده.

هر څه په ۱۹۴۷ کال د نومبر میاشت کې پیل شول، کله چې ملګرو ملتونو پرېکړه وکړه چې فلسطین په دوه دولتونو ووېشي: یو د یهودانو لپاره، بل د عربانو لپاره. د ملګرو ملتونو د رایې ورکولو وروسته، کله چې صهیونیستي ملیشې فلسطینیان له خپلو کورونو او ځمکو څخه په زور ایستل پیل کړل چې په سیمه کې تاوتریخوالی راپورته شو.

دا پېښه، چې په عربي کې ورته "نکبه" وایي چې معنی یې "ناورین" دی، د اسراییلو د دولت په جوړېدو پای ته ورسېده. شاوخوا ۷۰۰,۰۰۰ فلسطینیان په زور له خپلو کورونو وشړل شول. دا تراژیدي نن ورځ د فلسطیني هویت یوه مرکزي برخه ګرځېدلې، او د دوی د حقونو او پېژندنې لپاره د مبارزې یوه یادونه ده. د نکبې راهیسې، فلسطینیانو د "له سیند څخه تر سمندر پورې" شعار  خپلې خاورې ته د ستنېدو او په آزادۍ سره د ژوند کولو د هیلو د سمبول په توګه کارولی دی.

خو نن ورځ، په داسې حال کې چې اسراییل په غزه باندې بمبارۍ کوي، ځینې اسراییل پلوه ډلې هڅه کوي د دې شعار  معنی بدله کړي. دوی دا شعار د حماس پلوه شعار ګڼي او ادعا کوي چې دا د اسراییلو د له منځه وړلو غوښتنه ده.

په ۲۰۲۳ کال کې په یوټیوب کې خپاره شوي ویډیو کې، د امریکا یهودي کمیټې ویلي چې دا شعار  "د یهودانو پر وړاندې یوه بلنه" ده او له همدې امله انټي سیمیټیک یا یهودي ضد دی.

خو کارپوهان بل نظر لري.

امریکايي تاریخپوه ډاکټر ماها نصار ویلي چې د دې شعار د حماس سره تړل سم نه دي. هغه په ۲۰۱۸ کال کې په خپله خپره کړي مقاله "له سیند څخه تر سمندر پورې هغه معنی نه لري چې تاسو فکر کوئ" کې ویلي چې دا شعار د مقاومت ډلې له جوړېدو څخه ډېر وړاندې کارول شوی. نصار ویلي چې دا عبارت فلسطینیانو ته اجازه ورکوي چې "خپلو خاورې سره خپلې اړیکې څرګندې کړي" او "خپلې ملي غوښتنې او د آزادۍ او سولې اړونده لیدونه" څرګند کړي. په بنسټیزه توګه، هغه ویلي چې دا شعار دا معنی لري چې "فلسطینیان د ټول فلسطین څخه دي"، له اردن سیند سره نږدې اریحا څخه نیولې تر د مدیترانې سمندر ساحل کې یافا پورې.

سره له دې، ځینې اسراییل پلوه ډلې او افراد د شعار په اړه منفي دریځ ته دوام ورکوي. او دا نظر په ځانګړې توګه له تېر کال راهیسې پیل شویو وروستیو دښمنیو څخه وروسته خپور شوی.

په لندن کې د رامنځته شویو فلسطین پلوه مظاهرو څخه وروسته، د انګلستان د کورنیو چارو پخوانۍ وزیرې سویللا براورمن دې اعتراضونو ته "د کرکې لاریونونه" وویل. هغې استدلال وکړ چې دا عبارت باید د اسراییلو د له نقشې څخه د ورکولو په لور د تاوتریخوالي لرونکی نیت په توګه وبلل شي. هغې سکای نیوز ته په مرکه کې وویل چې مظاهرې "د کرکې لاریونونه" دي او حتی ادعا یې وکړه چې پولیسو له اعتراض کوونکو سره ډېر نرم چلند کړی. وروسته هغې د انګلستان د عمومي انتخاباتو څخه وړاندې د دې څرګندونو له امله له دندې ګوښه  کړای شوه.

د اتریش پولیسو هم د سویللا ورته چلند خپل کړ. په ویانا کې، دوی یو فلسطین پلوه اعتراض منع کړ ځکه چې په بلنلیکونو کې یې دا عبارت شامل و. پولیسو دا شعار په ورته ډول  تاوتریخوالي ته بلنه وبلله. خو دا غبرګون د فلسطیني شعار په وړاندې لومړۍ نه دي.

په ۲۰۱۸ کال کې، سي‌اېن‌اېن (CNN) د افریقایي-امریکایي لیکوال او فعال مارک لامونټ هېل سره خپلې اړیکې پرې کړې، ځکه چې هغه په ملګرو ملتونو کې په یوه غونډه کې "له سیند څخه تر سمندر پورې آزاد فلسطین" ویلي و. هېل ویلي چې د هغه وینا له اصلي مطلب څخه بلې خواته کش شوی وه او منتقدینو ادعا کړې وه چې فعال غواړي د اسراییلو دولت له منځه یوسي. لږه موده وروسته سي‌اېن‌اېن هغه له دندې لرې کړ. هېل له خپلې وینا دفاع وکړه او ویې ویل چې دا "د کوم څه یا چا د له منځه وړلو غوښتنه نه ده"... دا هم په اسراییلو او هم په لویدیځه غاړه/غزه کې د عدالت غوښتنه وه."

خو سي اېن اېن هغه ګوښه کړ.  د رسنیو د فشارونو سره سره، هېل او ډېرو نورو فعالانو په سوله‌ییزه توګه د دې شعار دفاع ته دوام ورکوي.

لکه څنګه چې زموږ نړۍ ورځ په ورځ د تفرقو ښکار او په قطبونو بدلیږي، موږ باید د هغو خبرو او څیزونو تر شا چې یې اورو او وینو یې، شالید او تاریخ زده کړو ته وخت ورکړو. "له سیند څخه تر سمندر پورې"، ستاسو د لیدلوري په اساس، بېلابېلې معنی لرلی شي. خو د ډېرو فلسطینیانو او د هغوی د ملاتړو لپاره، دا اصطلاح د اشغال څخه د آزادې راتلونکې د هیلې نمایندګي کوي.

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.