تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان په انقره کې ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د نیوزیلنډ د جنرال ګورنرې 'سینډي کیرو سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د نیوزیلنډ د جنرال ګورنرې 'سینډي کیرو' سره وکتل، چې پکې پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وشوې.
ولسمشر اردوغان په انقره کې ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د نیوزیلنډ د جنرال ګورنرې 'سینډي کیرو سره لیدنه وکړه
ولسمشر اردوغان په انقره کې ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د نیوزیلنډ د جنرال ګورنرې 'سینډي کیرو سره لیدنه وکړه / AA

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست د سې شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، ولسمشر اردوغان یادونه وکړه چې دا سفر د چناق کلا د جګړو له ۱۱۱مې کلیزې سره په یو وخت کې ترسره کېږي؛ هغه تاریخي پېښه چې د تورکیې او نیوزیلنډ په ګډه حافظه کې خورا ژور ځای لري او دا سفر له همدې امله ځانګړی اهمیت لري.

هغه وویل چې تورکیه غواړي له نیوزیلنډ سره خپلې اړیکې په ځانګړې توګه په سوداګرۍ، دفاعي صنایعو او ترانسپورت په برخو کې نورې هم پراخې کړي.

اردوغان همدارنګه د اسلاموفوبیا (اسلام سره دښمنۍ) په وړاندې د مبارزې په برخه کې د نیوزیلنډ پر اصولي دریځ خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې په ملګرو ملتونو او دوه اړخیزه کچه د فلسطین له داعیې او د 'دوه هېوادیز حل' له لارې څخه د نیوزیلنډ ملاتړ د ستاینې وړ دی.

ولسمشر نیوزیلنډ ته د 'پاسیفیک ټاپوګانو د فورم' د سرمشریزې په کوربه توب کې، چې راتلونکی کال به ترسره شي، د بریالیتوب هیله وکړه.

اردوغان د زرغون بدلون (ګرین ټرانسفارمیشن)، د چاپیریال ساتنې او د اقلیمي بحران په وړاندې د مبارزې په برخه کې د تورکیې پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۱م کنفرانس (COP31) به د نومبر په میاشت کې په انتالیا کې جوړ شي. هغه له ګورنر جنرال کیرو څخه وغوښتل چې په دغه سرمشریزه کې ګډون وکړي.

دا کتنه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه. اردوغان د ماڼۍ په اصلي دروازه کې د مېرمن کیرو تود هرکلی وکړ او دواړو مشرانو د تورکیې او نیوزیلنډ د بیرغونو مخې ته یادګاري عکسونه واخیستل.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي وسله‌والو تر کنټرول لاندې صنعا کې د عملیاتو مخکې د وتلو خبرداری ورکړ
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"