نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د امریکا مرستیال ولسمشر ټینګار کوي چې له ایران سره د جګړې پر سر د ادارې دننه هېڅ اختلاف نشته، او ژمنه یې کړې چې واشنګټن به له اوږدمهالې پوځي ښکېلتیا څخه ډډه وکړي.
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
وینس / reuters

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس  د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به اجازه ورنه کړي چې د ایران پر وړاندې روانه جګړه پر یوې اوږدمهالې پوځي ښکېلتیا بدله شي؛ هغه په سیمه کې د امریکا د اوږدمهاله حضور غوښتنې رد کړې او ټینګار یې وکړ چې اداره یې له یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» څخه د مخنیوي پر خپلې ژمنې ولاړه ده.

وینس له «فاکس نیوز» سره په یوه مرکه کې وویل چې د شخړې د لوري په اړه د ده او ټرمپ ترمنځ هېڅ اختلاف نشته، او ټینګار یې وکړ چې ولسمشر هوډ لري چې د دې جګړې د اوږدېدو پر ځای هغه پای ته ورسوي.

هغه وویل: «زما وړاندوینه دا ده چې ولسمشر په پای کې هره پرېکړه چې وکړي، داسې کسان به وي چې د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه به کوي او غواړي چې جګړه تر نامعلومې مودې پورې روانه وي.»

هغه زیاته کړه: «هغه څه چې زه یې په اړه د متحده ایالاتو پر ولسمشر پوره باور لرم  او یو ځل بیا وایم چې دلته هېڅ ډول اختلاف نشته ، دا دي چې هغه په پای کې هره پرېکړه چې وکړي او په هر ډول چې دا شخړه پای ته ورسوي، هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې دا پر یوې نه ختمېدونکې جګړې بدله شي.»

د وینس دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکا او ایران لا هم په پوځي تقابل کې ښکېل دي او د جګړې د لګښتونو او مودې په اړه بحثونه تود شوي دي.

وینس وویل: «موږ به اجازه ورنه کړو چې دا پر یوې ۱۰ یا ۱۵ کلنې ښکېلتیا، او په رښتیا هم چې ان پر یوې دوه کلنې ښکېلتیا بدله شي.»

نوموړي یو شمېر منتقدین او د بهرنۍ پالیسۍ پلویان تورن کړل چې غواړي امریکا تر نامعلومې مودې پورې په جګړه کې پاتې شي، او زیاته یې کړه چې ادارې له رایه‌ورکوونکو سره څرګنده ژمنه کړې چې له بهرنیو اوږدمهالو جګړو به ډډه کوي.

هغه وویل: «سره له دې چې ډېری نوي محافظه‌کاران او نور کسان غواړي موږ هلته د تل لپاره پاتې شو، خو موږ به د تل لپاره پاتې نه شو. موږ ژمنه کړې وه چې داسې به نه کوو.»

وینس همداراز ډاډ څرګند کړ چې ټرمپ به په پای کې دا جګړه د امریکا د ولس لپاره په «غوره پایلو» سره پای ته ورسوي.

«زه خوښ یم چې د ټرمپ لپاره د تودوخې سپر و اوسم»

وینس د مرکې پر مهال له ایران سره د جګړې د مدیریت په اړه پر ادارې شویو نیوکو او د ۲۰۲۶ کال له منځمهاله ټاکنو  وروسته د جمهوري غوښتونکو لپاره د هغې احتمالي سیاسي پایلو ته هم اشاره وکړه.

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا د جګړې په اړه د ده او ټرمپ ترمنځ اختلافات شته که نه، هغه دا ګنګوسې رد کړې او ویې ویل چې د ادارې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ هېڅ ډول اختلاف نشته.

خو هغه ومنله چې دې شخړې سیاسي لګښتونه درلودل، په ځانګړې توګه د تېلو او انرژۍ د بیو د لوړېدو له امله.

نوموړي وویل: «له سیاسي پلوه هو، او زما په اند خپله ولسمشر هم په بشپړه توګه همدا خبره کړې ده. دې چارې سیاسي بیه درلوده: د تېلو لوړې بیې او د انرژۍ لوړې بیې.»

د امریکا مرستیال ولسمشر همداراز له ایران سره د یوه تفاهم‌لیک په تړاو پر ده شوي انتقادونه رد کړل او ویې ویل چې ځینې منتقدین د ټرمپ پر ځای دی د خپلو نیوکو هدف ګرځوي.

وینس وویل: «زه خوښ یم چې د متحده ایالاتو د ولسمشر لپاره د تودوخې سپر (Heat Shield) و اوسم.»

 

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.