بریدګر چې پر موټرسایکلونو سپاره وو، له میناکا ښار څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره لرې، د تینابو کلي او تاګادایات سیمې په شاوخوا کې پر هغو مېشت ځایونو برید وکړ چې تر ډېره د داوساهک ټولنې غړي پکې اوسېدل.
د داوساهک ټولنې اجرائیوي دفتر ویلي دي چې د دغه برید تر شا د داعش ترهګره ډله ده، یاده پېښه یې د یوې «ټولوژنې» په توګه غندلې او هغو ژغورل شویو کسانو ته یې د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې چې میناکا ته بې ځایه شوي دي.
یاده ټولنه همدارنګه د په نوم وسله والې ډلې د رامنځته کېدو اصلي ځای دی.
په ګاو (Gao) سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د فرانس پرېس خبري آژانس ته وویل چې دا وژنې «په دې وروستیو کې په سیمه کې د ترسره شویو پوځي عملیاتو او د MSA ډلې د بریدونو د غچ اخیستنې په توګه» رامنځته شوي دي. سرچینې زیاته کړه چې لومړني راپورونه د شاوخوا ۴۰ تنو د مړینې ښکارندويي کوي، چې ډېری یې نارینه دي.
یوه بل امنیتي چارواکي وویل چې د تلفاتو شمېر ۵۰ ته رسېدلی او یادونه یې وکړه چې وسله والو «پر هر هغه څه ډزې کولې چې حرکت به یې کاوه... چې ځوانان او سپین ږیري هم پکې شامل وو.»
د تینابو سیمې یوه عیني شاهد وویل: «څو لسګونه موټرسایکلونه ناڅاپه راورسېدل، بریدګرو پر ډزو پیل وکړ او کورونو ته یې اور واچاوه. دوی له هېچا سره خبرې ونه کړې او یوازې پر وژلو یې پیل وکړ. ما لسګونه جسدونه ولیدل.»
یوه ټاکل شوي سیمه ییز چارواکي د ښځو او سپین ږیرو په ګډون د ۵۰ څخه د زیاتو جسدونو لیدل تایید کړل.
مالي له ۲۰۱۲ کال راهیسې له څو اړخیزو امنیتي بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی، چې په کې ملي وسله وال ځواکونه او د هغوی نیمه پوځي متحدین د اورپکو ډلو، د طوارق (Tuareg) بېلتون غوښتونکو ډلو او جنایي شبکو پر وړاندې جنګېږي.
په دغه هېواد کې پوځي حکومت (خونتا) په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې تر کودتاګانو وروسته واک ترلاسه کړ.
د مالي پوځ تایید کړه چې د شنبې په ورځ یې د میناکا ښار په شاوخوا ۶۵ کیلومترۍ سویل لوېدیځ کې هوایي بریدونه کړي او «هغه لویه اډه یې په نښه کړې چې ډېری ترهګر عناصر او پوځي تجهیزات پکې ځای پر ځای وو.»




















