منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د فلسطین د فوټبال  لوبډلې ګول کیپر سلیم الاشقر وواژه
د فلسطین د فوټبال فدراسیون وايي چې ګول کیپر سلیم الاشقر د اسرائیلي ځواکونو له خوا وژل شوی دی؛ دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال جام په سیالیو کې له فلسطین سره د پیوستون څرګندونې دوام لري.
اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د فلسطین د فوټبال  لوبډلې ګول کیپر سلیم الاشقر وواژه
اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د فلسطین د فوټبال  لوبډلې ګول کیپر سلیم الاشقر وواژه

د فلسطین د فوټبال فدراسیون  د یوې اعلامیې له مخې، د فلسطین ګول کیپر سلیم الاشقر د روانې اونۍ په پیل کې په غزه کې د اسرائیلي پوځ له خوا وژل شوی دی.

د فوټبال فدراسیون وویل چې الاشقر د اشغالګرو ځواکونو په ډزو وژل شوی دی. دغه فدراسیون زیاته کړه چې نوموړی د فلسطین د هغو سلګونو ورزشي شخصیتونو له ډلې څخه و چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د نسل وژنې له پیل راهیسې وژل شوي؛ په دې موده کې د ۱۰۰۰ څخه زیاتو فلسطیني لوبغاړو په ګډون زیات شمېر ورزشکاران وژل شوي دي.

الاشقر پنځه میاشتې مخکې واده کړی و او مېرمن یې د دوی د لومړي ماشوم د زېږېدو په تمه ده.

د هغه له مړینې وروسته د هغه د خپلوانو، د لوبډلې ملګرو، او د فلسطین او نړۍ د ورزشي ټولنې له خوا سخته خواشیني څرګنده شوې ده.

د چیلي د فوټبال کلب «دیپورتیوو پالستینو» د چهارشنبې په ورځ وویل: "موږ د ۳۲ کلن فلسطیني ګول کیپر سلیم الاشقر پر خواشینونکې مړینه سخت غمجن یو. هغه د اسرائیلي پوځ لخوا وژل شوی دی. موږ د دا ډول پېښو په دوام سخت خواشیني یو. موږ د عدالت او سولې غوښتنه کوو."

د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې له فلسطین سره پیوستون

له الجزایر څخه تر بوسنیا پورې د فوټبال مینه وال هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې د نړیوال جام پر مهال د فلسطین داعیې ته پاملرنه وشي.

په کانزاس ښار کې د الجزایر او ارجنټاین د لوبې پر مهال، په غزه کې د فلسطینیانو په درناوي بیرغونه پورته شول او د ملاتړ شعارونه ورکړل شول.

اردني مینه والو هم د ټیکساس ایالت د ارلینګټن په ښار کې له ارجنټاین سره د لوبې مخکې خپلو "فلسطیني خویندو او وروڼو" ته درناوی وړاندې کړ.

د نندارچیانو په ډله کې ډېری خلکو د فلسطیني هویت سمبول، تورې او سپین د غاړې دسمالونه  پر غاړو اچولې وې.

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې