سیاست
2 د لوستلو دقیقې
د ایران او امریکا ترمنځه د احتمالي مخامخ مذاکراتو د بل پړاو په اړه بحثونه روان دي
ایران په اسلام آباد کې د مذاکراتو پر مهال امریکا ته  د خپلو یوارانیمو د غني کولو پروګرام د ۵ کلونو لپاره د ځنډولو وړاندیز کړی وو.
د ایران او امریکا ترمنځه د احتمالي مخامخ مذاکراتو د بل پړاو په اړه بحثونه روان دي
د ایران او امریکا ترمنځه د احتمالي مخامخ مذاکراتو د بل پړاو په اړه بحثونه روان دي / Reuters


"د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د احتمالي مخامخ خبرو اترو د بل پړاو په اړه بحثونه روان دي، که څه هم تر اوسه کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.

د چارواکو په وینا، متحده ایالاتو تېره اونۍ په اسلام اباد کې د سولې د خبرو پر مهال پر ایران فشار راوړی چې د ۲۰ کلونو لپاره د یورانیمو غني کول وځنډوي.

ایران په خپل رسمي ځواب کې چې د دوشنبې په ورځ یې لېږلی، تر پنځو کلونو پورې د لنډ مهاله ځنډ وړاندیز کړی دی. یوه امریکایي چارواکي زیاته کړې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا وړاندیز رد کړی دی.

واشنګټن دا غوښتنه هم کړې چې تهران باید په لوړه کچه غني شوي یورانیم له خپلې خاورې وباسي. خو د راپور له مخې، ایران د دې غوښتنې په وړاندې مقاومت کړی او ټینګار یې کړی چې دا مواد دې په هېواد کې دننه پاتې شي، خو په بدل کې یې وړاندیز کړی چې دا مواد په پام وړ ډول رقیق (کمزوري) کړي ترڅو د وسلو لپاره د کارونې وړ نه وي. امریکایي چارواکي استدلال کوي چې اندېښنه لا هم پر ځای ده، ځکه ایران به په راتلونکي کې بېرته د دغو موادو د غني کولو وړتیا ولري.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس د دوشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل چې په اسلام اباد کې خبرو اترو پرمختګ کړی او له ایراني چارواکو سره یې ځینې «ښې خبرې» شوې دي. هغه وویل چې اوس «پرېکړه د ایران په لاس کې ده»، او زیاته یې کړه چې اصلي پوښتنه دا ده چې ایا تهران به د پروسې د پرمخ وړلو لپاره کافي انعطاف وښيي که نه.

وینس وویل ایران د خپل دریځ بدلولو لپاره یو څه لېوالتیا ښودلې، خو «پوره مخکې نه دي تللي.» کله چې ترې د نویو خبرو اترو د پیل په اړه وپوښتل شول، هغه وویل چې دا پوښتنه باید «له ایرانیانو وشي.»

د هرمز تنګي په اړه ونس وویل چې د دې تنګي وضعیت به په هر ډول وروستۍ هوکړه کې مرکزي رول ولري. هغه زیاته کړه چې د یوې «لویې معاملې» چانس شتون لري، خو ټینګار یې وکړ چې د دې کار د شونتیا مسؤلیت اوس د ایران پر غاړه دی."

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ