نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
په کشمیر کې د هند او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ یو زیات بیا وسله وال نښته شوې
د هند پوځ د سه شنبې په سهار وویل چې د دوی سرتېرو او د پاکستان ځواکونو د شپې په اوږدو کې د کنټرول کرښې په اوږدو کې یو بل باندې متقابلې ډزې وکړې. دا کرښه د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحد په توګه ګڼل کېږي.
په کشمیر کې د هند او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ یو زیات بیا وسله وال نښته شوې
Nazir Ahmad Wani, father of Amir Nazir Wani sits outside his house that was demolished by the Indian forces at Khasipora village in Tral. / Reuters

د هند او پاکستان سرحدي ځواکونو د  کشمیر په لانجه مندې سیمه کې د پنځمې ورځې لپاره هم نښتې وکړې.  د ویلو ده چې د هند او پاکستان ترمنځه په ترینګلو او خرابو اړیکو کې هله ترینګلتیا ډیره شوه چې ۵ ورځې وړاندې د هند تر ولکې لاندې په کشمیر کې پر سیلانیانو وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د هند پوځ د سه شنبې په سهار وویل چې د دوی سرتېرو او د پاکستان ځواکونو د شپې په اوږدو کې د کنټرول کرښې په اوږدو کې یو بل باندې متقابلې ډزې وکړې. دا کرښه د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحد په توګه ګڼل کېږي، چې په لوړو غرونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

پاکستان تر اوسه په دې اړه کومه رسمي تبصره نه ده کړې.

د اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ اړیکې وروسته له هغه خرابې شوې چې هند، پرته له دې چې کوم شواهد وړاندې کړي، پاکستان د اپرېل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د کلونو تر ټولو خونړي برید پر ملاتړ تورن کړ. په دې برید کې ۲۶ کسان وژل شوي وو.

اسلام‌اباد دغه تور رد کړی او دا یې د "جعلي عملیاتو" په توګه یاد کړ. له هغه وخت راهیسې دواړو هېوادونو په کشمیر کې په دوامداره توګه د سپکو وسلو نښتې کړي دي. ددې سربیره دواړو هیوادونو په یو بل ډیپلوماتیکې نیوکې یې کړې او د یو  بل اتباع یې شړلي او سرحدونه يي  تړلی دی.

د هند پوځ ویلي چې د دوشنبې او سه شنبې ترمنځ شپه کې د "پاکستان پوځ د کنټرول کرښې په اوږدو کې بې‌ځایه ډزې وکړې". د ډزو ځایونه د کپواړه او بارامولا ولسوالیو او د اکهنور په سیمه کې یاد شوي دي.

د هند پوځ ویلي چې د دوی ځواکونو په "اندازه او اغېزمن ډول" ځواب ورکړی. د مرګ‌ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي.

هند ویلي چې د سه شنبې ورځ د پاکستاني اتباعو لپاره د وتلو وروستۍ نېټه ده. هند د نړیوال بانک په منځګړیتوب د ۱۹۶۰ کال د اندس اوبو تړون ځنډولی او ویلي یې دي چې د درېیو سیندونو اوبه به پاکستان ته پرېنږدي.

اسلام‌اباد ویلي چې دا ډول عمل به د جګړې اعلان وي او د ۱۹۷۲ کال د شملې تړون یې له هند سره ځنډولی دی. دغه تړون د دواړو هېوادونو اړیکو ته بنسټیز چوکاټ ورکوي، د کنټرول کرښه تنظیموي او د شخړو د سوله‌ییز حل ژمنې بیانوي.

کارپوهان وایي چې دوی اندېښنه لري چې دا توندې څرګندونې ښایي پوځي اقدام ته لاره هواره کړي.

د کشمیر شخړه

کشمیر چې ډیری اوسیدونکي مسلمانان دي  له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې هند او پاکستان له بریتانوي واکمنۍ خپلواکي ترلاسه کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ وېشل شوی دی. دواړه هېوادونه پر دې سیمه بشپړ ادعا لري. ملګرو ملتونو په دې سیمه کې د ټولپوښتنې لپاره څو پرېکړې منظورې کړې دي.

د هند تر ولکې لاندې سیمه کې یاغیان له ۱۹۸۹ کال راهیسې د دې لپاره مبارزه کوي چې دا سیمه یا د پاکستان تر ولکې لاندې راشي یا خپلواکه هېواد شي.

هند، چې په دې سیمه کې یې شاوخوا ۵۰۰,۰۰۰ پوځیان ځای پر ځای کړي، د کشمیر پاڅون د "پاکستان ملاتړ شوې ترهګري" بولي. پاکستان دغه تور رد کړی او کشمیریان د مشروع ازادۍ مبارزین بولي. په دې شخړه کې لسګونه زره ملکیان، یاغیان او حکومتي ځواکونه وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو له دواړو سیالانو غوښتي چې "تر ټولو زیات زغم" وښيي، په داسې حال کې چې چین، چې له دواړو هېوادونو سره ګډه پوله لري، د دوشنبې په ورځ له دواړو خواوو وغوښتل چې "ځان‌ساتنه وکړي".

تورکیې د سمدستي سولې او اعتدال غوښتنه وکړه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ غواړو چې د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ ژر تر ژره کم او ختم شي، مخکې له دې چې دا په  یوه جدي ستونزه بدله شي."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د کړکېچ په اړه وویل چې دا شخړه به "په یو ډول یا بل ډول باید حل شي".

وپلټۍ
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د دوو روغتیايي کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي
پاکستان  د امریکا او ایران د جګړې د پای ته په اړه نوي وړاندیزونه ایران سره تبادله کړي
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
روټه وايي چې 'پیاوړې اروپا، پیاوړې ناټو' به د وخت په تېرېدو سره پر یوه متحد باندې تکیه کمه کړي
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده
اسرائیلو د سوریې په جنوب کې د درعا ښار ته نږدې کرنیزې ځمکې په نښه کړې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د ایران د فوټبال لوبډلې په تورکیه کې د فیفا نړیوال جام د ویزې پروسه پیل کړه
د پاریس ښاروال د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د افتخاري تابعیت وړاندیز وکړ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د  سوډان د  لومړي وزیر ادریس سره په خبرو کې د سوډان د حاکمیت ملاتړ تکرار کړ
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی