اقتصاد
4 د لوستلو موده (...) دقیقې
د ټرمپ او شي له لیدنې مخکې امریکا او چین په مالیزیا کې سوداګریزې خبرې بیا پیل کړې
د چین او امریکا جګپوړو چارواکو د یکشنبې په ورځ په مالیزیا کې د دویمې ورځې لپاره سوداګریزې خبرې بیا پیل کړې، په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسیا ته خپل درې هېوادیز سفر پیل کړ، چې په ترڅ کې به یې له ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري.
د ټرمپ او شي له لیدنې مخکې امریکا او چین په مالیزیا کې سوداګریزې خبرې بیا پیل کړې
د ټرمپ او شي له لیدنې مخکې امریکا او چین په مالیزیا کې سوداګریزې خبرې بیا پیل کړې / Reuters
26 اکتوبر 2025

د ټرمپ او شي له لیدنې مخکې امریکا او چین په مالیزیا کې سوداګریزې خبرې بیا پیل کړې
امریکايي چارواکی وویل غواړو دواړه خواوې یوې داسې نقطې ته ورسیږو چې یو څه ولرو چې' ولسمشر ټرمپ او د چین ولسمشر شي ته 'یې د غور لپاره وړاندې کړای شو'.

د چین او امریکا جګپوړو چارواکو د یکشنبې په ورځ په مالیزیا کې د دویمې ورځې لپاره سوداګریزې خبرې بیا پیل کړې، په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسیا ته خپل درې هېوادیز سفر پیل کړ، چې په ترڅ کې به یې له ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري.

د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ د خبرو وروستي پړاوونه د شنبې په ورځ د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنې (ASEAN) د سرمشریزې په درشل کې پیل شول، چې دغه سرمشریزه د یکشنبې په ورځ په کوالالمپور کې پرانیستل شوه.

د چینايي پلاوي مشري مرستیال لومړی وزیر هی لیفینګ او د امریکايي پلاوي مشري د خزانې وزیر سکاټ بیسینټ کوي.

دا د دواړو خواوو ترمنځ پنځمه غونډه ده. جګپوړو مرکچیانو تر دې مخکې په جینیوا، لندن، سټاکهولم او مادرید کې خبرې کړې وې.

د امریکا سوداګریز استازي جیمیسن ګرییر په کوالالمپور کې خبریالانو ته وویل چې دواړه خواوې "داسې یوې نقطې ته رسېږي چې موږ یو څه لرو چې مشرانو ته یې د غور لپاره وړاندې کړو."

د اګست په میاشت کې، امریکا او چین د نوامبر تر ۱۰مې پورې د تعرفو په برخه کې پر اوربند موافقه وکړه – دا له هغه وروسته دریم ځل دی چې ټرمپ تعرفې ۱۴۵ سلنې ته لوړې کړې او بیا یې راکمې کړې دي.

چین هم پر امریکايي توکو خپلې تعرفې تر ۱۲۵ سلنې پورې لوړې کړې وې.

ګرییر د خپلو څرګندونو په یوه ویډیو کې وویل: "موږ د اوربند د غځولو په اړه خبرې وکړې، موږ د نایابه ځمکنیو توکو په اړه خبرې وکړې، البته، موږ د هر ډول موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. او زه فکر کوم چې موږ داسې یو ځای ته رسېږو چې مشران به په راتلونکې اونۍ کې یوه ډېره ګټوره غونډه ولري."

دواړو خواوو د شنبې په ورځ تر پنځو ساعتونو ډېرې خبرې وکړې.

ټرمپ په سوېلي کوریا کې له شي سره ګوري

ټرمپ په داسې حال کې کوالالمپور ته ورسېد چې اسیان خپله ۴۷مه سرمشریزه پیل کړه، او په دې توګه دریم امریکايي ولسمشر شو چې د سوېل ختیځې اسیا دغه هېواد ته سفر کوي.

د یوه امریکايي ولسمشر لومړنی سفر په ۱۹۶۶ کال کې د لینډن بي جانسن لخوا شوی و.

لومړي وزیر انور ابراهیم یې هرکلی وکړ او وروسته دواړه د امریکا او مالیزیا ترمنځ د غونډو او همدارنګه د سرمشریزې لپاره د کوالالمپور کنوانسیون مرکز ته لاړل.

ټرمپ د انور ترڅنګ د کمبوډیا او تایلنډ ترمنځ د سولې د تړون د لاسلیک شاهد هم و، چې د جولای په میاشت کې یې ترمنځ خونړۍ سرحدي نښتې شوې وې.

مالیزیا د یکشنبې له ورځې څخه تر سه شنبې پورې د اسیان سرمشریزې کوربه توب کوي.

د چین او امریکا د لوړپوړو سوداګریزو مرکچیانو ترمنځ دا غونډه راتلونکې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په سوېلي کوریا کې له شي سره د ټرمپ له لیدنې مخکې ترسره کیږي، چیرې چې د نړۍ د لویو اقتصادونو مشران به د اسیا-پاسفیک اقتصادي همکاریو فورم په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

مالیزیا ته پر لاره په "ایرفورس ون" الوتکه کې، ټرمپ خبریالانو ته وویل چې هغه او شي "ډېر څه لري چې بحث پرې وکړي."

هغه اسیا ته د سفر پر مهال، چیرې چې به مالیزیا او جاپان ته هم سفر وکړي، وویل: "هغوی باید امتیازات ورکړي. زه فکر کوم موږ به یې هم ورکړو. زموږ تعرفې پر هغوی ۱۵۷ سلنه دي. زه فکر نه کوم چې دا د هغوی لپاره د زغملو وړ وي، او هغوی غواړي چې دا کچه راټیټه کړي، او موږ له هغوی څخه ځانګړي شیان غواړو."

بلومبرګ نیوز راپور ورکړی چې د سوېلي کوریا سره د تعرفو د معاملې په اړه، ټرمپ وویل "دا نږدې ده چې وروستۍ شي."

 

وپلټۍ
د آلمان محکمې یوه مسلمانه ښځه د حجاب او پړوني له امله د قاضۍ له دندې منع کړه
کابل وايي، د ایران سرحدي ساتونکو ۱۰ افغانان چې هڅه یې کوله له پولې څخه تېر شي وژلي دي.
پوتین د روسیې له لوري د دوه ښارونو د نیولو ادعا وروسته د اوکراین جګړه ځپلي سیمې ته سفر وکړ
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې رام الله ته نږدې د چاقو په برید کې اسرائیلي پوځیان ټپیان شول
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو
روسیې د اوکراین د کلیدي ښار پوکروفک د نیولو ادعا کړې
افریقایي هېوادونو د HIV مخنیوي  واکسین لومړی عامه وېش پیل کړ
بلجیم د اسرائیلو لخوا د سوریې پر خاوره  د بریدونو له امله  د سوریې ملي حاکمیت ته درناوي غوښتنه وکړه
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه ځانمرګي برید کې یو پولیس افسر ووژل شو
تاجکستان وايي، په تېره اوونۍ کې له افغانستان سره په پوله کې په  بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي دي
په اندونیزیا کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې مړو شمیره ۴۴۲ تنو ته لوړه شوه
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په امریکا کې به د پناه غوښتنې بهیر د اوږدې مودې لپاره وځنډوي.
د انګلستان د پوځ یوه پخواني افسر پلټنو ته ویلي چې د بریتانیا پوځ په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي