د ایټالیا لیونارډو او د تورکیې بایکار ټکنالوژۍ شرکتونه غواړي په نړۍ کې د ډرون په ټکنالوژۍ کې مخکښ شي

د ایټالیا دفاعي شرکت لیونارډو هیله لري چې د تورکيې دفاعي شرکت بایکار سره د نوي ګډې پانګونې له لارې د بې پیلوټه الوتکو په سیستمونو کې مخکښ او لومړي مقام ته ورسیږي. دا خبره د دې ایټالیوي شرکت مشر په یوه تازه مرکه کې وکړه.

د لیونارډو او بایکار شرکتونه د خپل شراکت په نتیجه کې غواړي چې په نړۍ کې  د ډرون ټکنالوژۍ په برخه کې مخکښ مقام ته ورسیږي.

 د ایټالیا دفاعي شرکت لیونارډو هیله لري چې د تورکيې دفاعي شرکت بایکار سره د نوي ګډې پانګونې له لارې د بې پیلوټه الوتکو په سیستمونو کې مخکښ او لومړي مقام ته ورسیږي. دا خبره د دې ایټالیوي شرکت مشر په یوه تازه مرکه کې وکړه.

سټیفانو پونټیکوروو د پاریس په ۵۵مه هوايي نندارتون کې چې د پاریس-لی بورژې هوایي ډګر کې ترسره شو، ټي آر ټي  ورلډ ته وویل: "موږ ډېر ویاړو چې بایکار شرکت  موږ غوره کړي یو... لکه څنګه چې موږ بایکار غوره کړی دی او بایکار موږ د شریک په توګه غوره کړی دی." هغه زیاته کړه: "دا یو فوق العاده شرکت دی، ښایي په نړۍ کې تر ټولو غوره وي."

دې دواړو شرکتونو چې ۵۰-۵۰ ګډه پانګونې سره LBA Systems په نامه شرکت جوړ کړی دی ، دا به  د بې پیلوټه الوتکو  ډیزاین، پراختیا، تولید او ساتنه وکړي.

پونټیکوروو وویل: "موږ د دې شریکۍ لپاره دومره ژمن یو چې نن، د لومړي ځل لپاره زموږ په تاریخ کې، د بل شرکت سره ګډ سټینډ لرو—او دا شرکت بایکار دی."

هغه زیاته کړه: "موږ تمه لرو چې د بې پیلوټه الوتکو په برخه کې مخکښ شرکت شو، او بیا به په دې بنسټ یوځای پرمختګ وکړو. موږ به یو فوق العاده محصول جوړ کړو ، د اروپا او نړیوالو بازارونو لپاره."

پونټیکوروو وویل چې Akinci TB3 او TB2 به د ګډې پانګونې په لومړیتوب کې وي، او همدارنګه د لیونارډو خپل بې پیلوټه الوتکې.

هغه یادونه وکړه چې ګډه پانګونه به یوه ثابت پلاتفورم ولري، او لیونارډو به په دې برخه کې "تر ټولو لوړه مرسته" وکړي.

هغه وویل: "موږ له ډېرو ترکي شرکتونو سره کار کوو، او موږ ډېر ویاړو چې له بایکار سره کار کوو."

هغه زیاته کړه: "بایکار، زموږ په څېر، د ټکنالوژۍ، څېړنې او پراختیا لپاره ډېر ژمن دی، نو موږ یوځای ډېر لوی کارونه ترسره کولی شو، او دا به د اروپا دفاع ته په هغه برخه کې چې اروپا، په ځانګړې توګه د بې پیلوټه الوتکو په برخه کې، شاته پاتې ده، ډېر مهمه مرسته وکړي."

هغه وویل: "ټکنالوژي ډېر ژر پرمختګ کوي، نو موږ له یوه ثابت پلاتفورم څخه پیل کوو ترڅو د دې درې یا څلورو بې پیلوټه الوتکو سره پیل وکړو."