نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان پر پوځي کالج برید کوونکي ټول  پنځه واړه بریدګر ووژل شول
یو امنیتي چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل، پاکستاني ځواکونو د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې پر یوه پوځي کالج له برید وروسته د یوه ځانمرګي بریدګر په ګډون ټول پنځه واړه وسله وال ووژل.
د پاکستان پر پوځي کالج برید کوونکي ټول  پنځه واړه بریدګر ووژل شول
د پاکستان پر پوځي کالج برید کوونکي ټول  پنځه واړه بریدګر ووژل شول / AP

د پاکستان پر پوځي کالج برید کوونکي ټول  پنځه واړه بریدګر ووژل شول

یو امنیتي چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل، پاکستاني ځواکونو د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې پر یوه پوځي کالج له برید وروسته د یوه ځانمرګي بریدګر په ګډون ټول پنځه واړه وسله وال ووژل.

دغه چارواکي له رسنیو سره د خبرو د محدودیتونو له امله د نوم نه ښودلو په شرط انادولو خبري اژانس ته وویل، امنیتي عملیات پای ته رسېدلي او چارواکي اوس د کالج ودانۍ د هر ډول احتمالي ګواښ د له منځه وړلو لپاره پاکوي.

د دوشنبې په ورځ، د پاکستان د جنوبي وزیرستان په وانا کې پر کیډټ کالج هغه مهال برید وشو چې وسله والو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د کالج له اصلي دروازې سره وجنګاوه.

د یوه ځانمرګي بریدګر په ګډون دوه وسله وال په لویه دروازه کې ووژل شول او درې نور د کالج مرکز ته ننوتل.

دغه چارواکي وویل، امنیتي ځواکونو د زده کوونکو، ښوونکو او ملکي کارکوونکو په ګډون تر ۶۰۰ ډېر کسان چې په مرکز کې دننه وو، ژغورلي او وروسته یې د هغو وسله والو پر ضد عملیات کړي چې د کالج په اداري بلاک کې کلابند شوي وو.

امنیتي چارواکي وویل، وسله والو هڅه کوله د ۲۰۱۴ کال د پېښور د ښوونځي برید تکرار کړي، خو امنیتي ځواکونو د تراژیدۍ مخه ونیوله.

د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۱۶مه، شپږو طالب ترهګرو د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې پر ارمي پبلک سکول برید وکړ او د څه باندې ۱۳۰ زده کوونکو په ګډون یې نږدې ۱۵۰ کسان ووژل.

د برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان خلیفه منصور ډلې منلی و. خلیفه منصور وروسته د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

وپلټۍ
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ