افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تړل شوې د تورخم او چمن دروازې په محدود ډول پرانیستل شوې
پاکستان او افغانستان د تورکیې په منځګړیتوب په استانبول کې تر خبرو وروسته، د شنبې په ورځ خپلې دوې مهمې دروازې چې له اونیو راهیسې تړلې وې، د خلکو پر مخ بېرته پرانیستې.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تړل شوې د تورخم او چمن دروازې په محدود ډول پرانیستل شوې
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تړل شوې د تورخم او چمن دروازې په محدود ډول پرانیستل شوې / Reuters

د افغانستان او پاکستان ترمنځه د استانبول له مذاکراتو وروسته تړل شوې د تورخم او چمن دروازې یو بیا پرانیستل شوې

د تورخم او چمن لارې د کورنیو پر مخ پرانیستل شوې، او یوه چارواکي انادولو ته ویلي چې د دوشنبې له ورځې به دوه اړخیزې سوداګرۍ ته هم اجازه ورکړل شي.

  پاکستان او افغانستان د تورکیې په منځګړیتوب په استانبول کې تر خبرو وروسته، د شنبې په ورځ خپلې دوې مهمې دروازې چې له اونیو راهیسې تړلې وې، د خلکو پر مخ بېرته پرانیستې.

د تورخم لار، چې د پاکستان شمال لوېدیځ خیبر پښتونخوا ایالت د افغانستان له ختیځ ننګرهار ولایت سره نښلوي، او همدارنګه د چمن لار، چې د پاکستان په سوېل لوېدیځ بلوچستان ایالت کې ده او د افغانستان له سوېلي کندهار ولایت سره نښلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ له خونړیو نښتو وروسته د اکتوبر په ۱۲مه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وې.

پاکستان او افغانستان ۱۸ ګډې سرحدي لارې لري، چې تورخم او چمن یې د سوداګرۍ او د خلکو د تګ راتګ لپاره تر ټولو مهمې لارې دي.

د تورخم لار وروسته له هغې پرانیستل شوه چې اسلام اباد او کابل د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د خبرو پر مهال پر اوربند هوکړه وکړه.

په تورخم کې یوه پاکستاني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ځکه له رسنیو سره د خبرو کولو واک یې نه درلود، د ټیلیفون له لارې انادولو ته وویل: "نن دغه سرحدي لار افغانستان ته د تلونکو کورنیو پر مخ پرانیستل شوه، خو د سوداګرۍ لپاره به تړلې پاتې شي."

خو دغه چارواکي زیاته کړه، تمه ده چې یاده پوله د دوشنبې په ورځ د سوداګرۍ لپاره هم پرانیستل شي.

پاکستان له افغانستان سره د چمن سرحدي لار هم بېرته پرانیستې ده.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، پاکستاني او افغان پلاوي به د نوامبر په ۶مه یو ځل بیا په استانبول کې سره وګوري ترڅو د اوربند د پلي کولو پر نورو اصولو او د لا زیاتو کړکېچونو د مخنیوي پر اقداماتو خبرې وکړي.

د خبرو لومړی پړاو تېره میاشت په دوحه کې ترسره شو او وروسته د تورکیې او قطر په منځګړیتوب استانبول ته ولېږدول شو، چې اسلام اباد او کابل دواړو د خبرو اترو د اسانولو له امله د دغو هېوادونو ستاینه وکړه.

په ورته وخت کې، د اسلام اباد میشت فکري مرکز "د شخړو او امنیتي مطالعاتو پاکستاني انسټیټیوټ" د وروستي راپور له مخې، په پاکستان کې وسله والو ته په تیرې یوې  لسیزې کې په یوه میاشت کې تر ټولو درنه مرګ ژوبله اوښتې، چې یوازې د اکتوبر په میاشت کې ۳۵۵ ترهګر وژل شوي دي.

راپور زیاتوي چې تېره میاشت په ترهګریزو بریدونو کې له ۴۵۸ وژل شویو کسانو څخه ۷۲ یې امنیتي ځواکونه او ۳۰ یې ملکي وګړي وو.

 

                   

وپلټۍ
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»