منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د مصر د استخباراتو مشر د نتنیاهو سره د لیدنې په موخه اسرائیل ته سفر کړی دی
د مصر د استخباراتو مشر حسن رشاد اسرائيلو ته رسېدلی، څو له اسرائيلي چارواکو سره د غزې د اوربند د پلي کېدو په اړه خبرې وکړي.
د مصر د استخباراتو مشر د نتنیاهو سره د لیدنې په موخه اسرائیل ته سفر کړی دی
د مصر د استخباراتو مشر د نتنیاهو سره د لیدنې په موخه اسرائیل ته سفر کړی دی / Reuters

د مصر د استخباراتو مشر په اسرائيل کې د غزې د اوربند د پلي کولو په اړه د خبرو اترو دمخه له نتنیاهو سره وکتل

دا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې اسرائيل ته د مصر د یو لوړ پوړي چارواکي لومړی سفر دی.

د مصر د استخباراتو مشر حسن رشاد اسرائيلو ته رسېدلی، څو له اسرائيلي چارواکو سره د غزې د اوربند د پلي کېدو په اړه خبرې وکړي.

د اسرائيلو دولتي راډيو  کان د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې رشاد د اسرائيلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د اوربند د هوکړې د پلي کولو پر جزئیاتو خبرې کړې دي.

د مصر دولتي ټلویزیون القاهره نیوز (Al-Qahera News) وویل چې رشاد به په خپلو خبرو کې غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو موضوع هم مطرح کړي.

د مصر د استخباراتو مشر به د سفر پر مهال د منځني ختیځ لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سټیف وټکوف (Steve Witkoff) سره هم وګوري.

دا سفر له اکتوبر ۲۰۲۳ کال راهیسې اسرائيلو ته د یوه لوړپوړي مصري چارواکي لومړنی سفر دی، هغه مهال چې تل ابيب پر غزه خپله نسل ‌وژونکې جګړه پيل کړه.

د اوربند تړون د اکتوبر په ۱۰مه په غزه کې نافذ شو، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا وړاندې شوې مرحلېزې طرحې پر بنسټ ولاړه ده، چې د تورکیې، قطر او مصر لخوا يې هم ملاتړ وشو. د لومړۍ مرحلې له مخې د اسرائيلي بنديانو د خوشې کولو په بدل کې فلسطيني بندیان ازاد شول.

دغه طرحه همدارنګه د غزې د بيا رغونې او د حماس پرته د يو نوي اداري جوړښت د رامنځته کولو وړاندوينه کوي

وپلټۍ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده