نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
روسیه: د لوهانسک په روس پلوه سیمه کې پر یوې کالج او لیلیې د اوکراین په برید کې څلور تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي شوي.
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

مسکو کیېف په سټاروبیلک  کې د یوې ملکي تعلیمي ودانۍ په نښه کولو تورنوي، په داسې حال کې چې ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي اوکرایني ځواکونو د روسیې د یاروسلاویل (Yaroslavl) د تیلو له تصفیه خانې سره تړلي ځایونه ویشتي او ژمنه یې وکړه چې "جګړه به د دوی تر کوره بېرته ورسوي."

د بشري حقونو لپاره د روسیې کمیشنرې پر ټیلیګرام خبر ورکړی چې د اوکراین د لوهانسک په روس پلوه سیمه کې د پیډاګوجي پوهنتون پر سټاروبیلک کالج او د هغه پر لیلیې باندې د اوکراین د ډرون برید له امله څلور تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

یانا لانتراتوا وویل: "موږ له نړیوالو سازمانونو څخه تمه لرو چې پر یوې ملکي ودانۍ باندې، چې ماشومان پکې زده کړې او ژوند کوي، د دغه قصدي برید په وړاندې غبرګون وښيي."

د روسیې پر ټولنیزې شبکې 'مکس' (Max) باندې د بیړنیو حالاتو وزارت د یوې بیانیې له مخې، درې تنه له خاورو او ملبو څخه ژوندي ایستل شوي دي.

په لوهانسک سیمه کې د روسیې لخوا ګمارل شوي مشر، لیونید پاسېچنیک  پر مکس شبکه لیکلي: "لا هم ځینې ماشومان تر ملبو لاندې ایسار دي او د لټون عملیات دوام لري." هغه زیاته کړه چې د برید پر مهال ۸۶ ماشومان د ودانیو دننه وو.

پاسېچنیک زیاته کړه چې د سټاروبیلسک اداري ودانۍ، هټۍ او شخصي کورونه هم زیانمن شوي دي.

هغه یادونه وکړه: "په دغو کورونو کې یو سړی ټپي شوی و چې طبي مرستې یې ترلاسه کړې دي." د هغه په وینا، بیړني خدمات لا هم په ځای کې شتون لري او له خلکو سره رواني او نورې مرستې کوي.

بلخوا، د روسیې د دفاع وزارت پر ټیلیګرام ادعا کړې چې ځواکونو یې تیره شپه د هیواد په کچه ۲۱۷ اوکرایني ډرون الوتکې ویشتلې او له منځه وړې دي.

په ورته وخت کې، د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز پر ټیلیګرام ادعا کړې چې روسیې د مختلفو ډولونو ۱۲۴ ډرون الوتکې توغولې وې، چې ۱۱۵ یې د دوی لخوا شنډې شوې دي.

د خیرسون  سیمې والي، اولکساندر پروکودین وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین په دې سیمه کې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د سومي  سیمې والي، اولیګ هریهوروف  پر ټیلیګرام راپور ورکړی چې په تیره ورځ د روسیې د بریدونو له امله د اوکراین په سومي سیمه کې شاوخوا ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

دا ادعاګانې د خپلواکو سرچینو لخوا په سمدستي توګه نشي تایید کیدای.

زیلینسکي وايي اوکرایني ځواکونو د روسیې د یاروسلاویل د تیلو له تصفیه خانې سره تړلي اهداف ویشتي دي

په عین حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ وویل چې کیېف تیره شپه د روسیې د یاروسلاویل د تیلو له تصفیه خانې سره پر تړلو اهدافو بریدونه کړي دي، چې له اوکراین څخه شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره لرې موقعیت لري. نوموړي دا ځای پخوا "د روسیې د جګړې د تمویل لپاره د خورا اهمیت لرونکې" ودانۍ په توګه یاد کړی و.

زیلینسکي وویل چې دا بریدونه د اوکراین په "لنډمهاله توګه نیول شویو" سیمو کې هم شوي دي، او زیاته یې کړه: "موږ جګړه بېرته د دوی خپل کور (روسیې) ته وړو — او دا په بشپړه توګه انصاف دی."

د زیلینسکي په وینا، د کال له پیل راهیسې د روسیې تلفات له ۱۴۵,۰۰۰ څخه زیات شوي دي، چې په هغو کې نږدې ۸۶,۰۰۰ وژل شوي، لږ تر لږه ۵۹,۰۰۰ "سخت ټپیان" او له ۸۰۰ څخه ډیر سرتیري د اوکراین لخوا بندیان شوي دي.

هغه وویل چې کیېف پر اوکرایني ښارونو او د اوسېدو پر ځایونو د روسیې د بریدونو په ځواب کې، د لیرې واټن ویشتونکو بندیزونو او د منځني واټن بریدونو "نور ډولونه" هم چمتو کوي.

زیلینسکي پر ایکس (X) شبکې ولیکل: "د سومي سیمې په سرحدي سیمو کې، موږ ټاکل شویو موخو ته رسیږو. موږ په نورو برخو کې هم د روسي ځواکونو او د اشغالګرو د تجهیزاتو له منځه وړلو ته دوام ورکوو."

 

وپلټۍ
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
هالینډ له امریکا او کاناډا څخه خپل ۸۶ ټنه سره زر انګلستان ته ولېږدول
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده