د ایران او امریکا ترمنځه د ۱۹۷۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه مخامخ لیدنه وشوه.
ټي آر ټي ورلډ خبر ورکړی، چې په اسلام اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمې خبرې اترې روانې دي، چې په روانو مذاکراتو کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
په اسلام اباد کې د امریکا او ایران مستقیمې خبرې پیل شوې، له ۱۹۷۹ کال راهیسې لومړنۍ لوړپوړې غونډه ده
له دې وړاندې دواړو پلاوو د پلازمېنې په یوه پینځه ستوریز هوټل کې له پاکستاني چارواکو سره جلا جلا لیدنې کولې ترڅو "خبرو ته زمینه برابره کړي".
ټي آر ټي ورلډ خبر ورکړی، چې په اسلام اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمې خبرې اترې روانې دي، چې په روانو مذاکراتو کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
د ایران IRIB تلویزیون راپور ورکړی، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران او امریکا خبرې د پاکستان په منځګړیتوب په اسلام اباد کې پیل شوې.
له دې وړاندې د امریکا او ایران ټیمونه په جلا خونو کې وو او پاکستاني منځګړو د زمینې برابرولو د یوې برخې په توګه د دوی ترمنځ پیغامونه لېږدول. خو د راپورونو له مخې، دواړه ټیمونه اوس په مستقیمو خبرو بوخت دي او پاکستاني منځګړي هم حضور لري.
د راپور له مخې، ایران د خبرو اترو لپاره دوه اساسي شرطونه ټاکلي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې لومړی شرط په ځینو هېوادونو کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول دي، چې امریکايي لوري ورسره هوکړه کړې ده.
دویم شرط په لبنان کې له وضعیت سره تړاو لري، چېرته چې ایران دا ادعاوې نه مني چې بشپړ اوربند ټینګ شوی دی.
ټي آر ټي ورلډ راپور ورکړی، چې د هرمز تنګي پرانیستل د امریکا او ایران په خبرو کې د اختلاف یو مهم ټکی پاتې دی او دواړه لوري د کنټرول او لاسرسي پر سر په یوه جدي شخړه کې ښکېل دي.
که څه هم پر بیروت بریدونه تر ډېره درېدلي او هلته په پراخه کچه اوربند ټینګ دی، خو په جنوبي لبنان کې د اسرائیلو بریدونه دوام لري او دا موضوع لا هم تر بحث لاندې ده.
تسنیم دا هم راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مایکل کوریلا، د پخوانیو اوازو پر خلاف، د امریکا د مذاکراتي پلاوي برخه نه دی.
پاکستان د دې تاریخي مذاکراتو کوربه دی، چې د "اسلام اباد خبرو" نوم ورکړل شوی او له ۱۹۷۹ کال راهیسې تر ټولو مهمې بلل کېږي. د دغو خبرو موخه د پراخې سیمه ییزې جګړې پای ته رسول دي، په داسې حال کې چې د دې اوونۍ په پیل کې یو نازک دوه اوونییز اوربند هم شوی دی.
سرچینو ویلي، له دې وړاندې دواړو پلاوو د پلازمېنې په یوه پینځه ستوریز هوټل کې له پاکستاني چارواکو سره جلا جلا لیدنې کولې ترڅو د دواړو لورو ترمنځ له مستقیمو خبرو مخکې "خبرو ته زمینه برابره کړي".
سرچینو زیاته کړه: "موږ دا مهال نه شو ویلای چې دواړه پلاوي به کله مخامخ کښېني. اوسمهال دوی له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي."
نیوز نېشن خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، په اسلام اباد کې له ایران سره خبرې پیل شوې دي او زیاته کړې یې ده چې تهران به "په نږدې راتلونکي کې" د هرمز تنګی پرانیزي.
ټرمپ دا هم وویل، که له ایران سره خبرې سمې پرمخ لاړې نه شي، "موږ به یې له سره پیل کړو؛ موږ چمتو یو."
دا مهمې خبرې، چې د "اسلام اباد خبرو" په نوم یادېږي، د ورځې په پیل کې د ایران او امریکا پلاوو او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ترمنځ له جلا جلا لیدنو لږ وروسته پیل شوې.
د امریکايي پلاوي مشري د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس کوي، چې په کې ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر هم شامل دي.
د ایراني پلاوي مشري د پارلمان رئیس باقر قالیباف کوي، چې په کې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ملي امنیت شورا مرستیال علي باقري کني او نور شامل دي.
د باخبره سرچینو په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په خبرو کې د اسلام اباد استازیتوب کوي، په داسې حال کې چې د پوځ مشر عاصم منیر او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ورسره مرسته کوي.