تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د غوښتنې په صورت کې تورکیه چمتو ده چې د هرمز تنګي د ماینونو پاکولو په برخه کې مرسته وکړي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې که د ښکېلو غاړو له خوا ترې وغوښتل شي، تورکیه لېواله ده چې د هرمز تنګي د ماینونو پاکولو په هڅو کې مرسته وکړي. هغه زیاته کړه چې د امریکا او ایران ترمنځ په مذاکراتو کې د پرمختګ په اړه خوشبین دی.
د غوښتنې په صورت کې تورکیه چمتو ده چې د هرمز تنګي د ماینونو پاکولو په برخه کې مرسته وکړي.
د غوښتنې په صورت کې تورکیه چمتو ده چې د هرمز تنګي د ماینونو پاکولو په برخه کې مرسته وکړي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل د اټومي موضوع په پرتله ډېره بېړنۍ ده، او د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو په اړه یې خوشبیني څرګنده کړه.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې که د ښکېلو غاړو له خوا ترې وغوښتل شي، تورکیه لېواله ده چې د هرمز تنګي د ماینونو پاکولو په هڅو کې مرسته وکړي. هغه زیاته کړه چې د امریکا او ایران ترمنځ په مذاکراتو کې د پرمختګ په اړه خوشبین دی.

فیدان سویلي کوریا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له JTBC تلوېزیون سره په مرکه کې وویل: "که د غاړو ترمنځ هوکړه وشي، یا له موږ څخه د ماین پاکولو په پروسه کې د مرستې غوښتنه وشي، موږ به په ډېرې خوښۍ دا کار وکړو."

هغه وویل چې تورکیه د شخړو د حل په برخه کې، د روسیې او اوکراین د جګړې په څېر، یو ثابت اصل تعقیبوي. نوموړي زیاته کړه: "کله چې جګړه مارې خواوې پر یوه حل لاره موافقه وکړي، او کله چې موږ باور ولرو چې د هغه حل یوه برخه کېدای شو یا له موږ څخه د اسانتیا رامنځته کولو غوښتنه وشي، موږ مرستې ته چمتو یو."

فیدان د کړکېچ پر پای ته رسېدو خوشبیني وښوده او ویې ویل چې دواړه لوري، امریکا او ایران، د تنشونو کمول غواړي.

کله چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې وینا په اړه پوښتنه وشوه چې ګواکې له ایران سره ښايي په یوه اونۍ کې تفاهم لیک لاسلیک شي، فیدان وویل چې دی په دې اړه "محتاطانه خوشبیني" لري.

هغه وویل: "زه خوشبین یم ځکه چې زه له دواړو لورو، منځګړي پاکستان او په سیمه کې له ځینو نورو اړوندو فعالانو سره په دوامداره مشوره کې یم. موږ خپله پوره هڅه کوو چې هغوی یو تفاهم او موافقې ته رسولو کې مرسته وکړو."

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ځینې تخنیکي توضیحات لا نه دي حل شوي، خو زیاته یې کړه چې دواړو لورو په ټولیزه توګه د هوکړې پر چوکاټ موافقه کړې ده. هغه وویل: "زه هیله لرم چې ډېر ژر به ښه خبرونه ترلاسه کړو."

 

 

وپلټۍ
هند د پاکې انرژۍ په لور په یو ګام کې خپل لومړی په هایډروجن چلېدونکې اورګاډي پرانیسته
کویټ: "د ایران په برید کې د برېښنا تولید او د اوبو د تصفیې یوه فابریکه په نښه شوې ده"
د جولای ۱۵مې له کودتا وروسته بهرنۍ پالیسي او د تورکیې د راتلونکي لیدلوری
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ