منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ودانۍ بهر خبریالانو ته د دې وړاندیز په اړه مفصل معلومات ورکړل او ویې ویل چې تهران به د ایران د اتمې پروګرام په اړه له امریکا سره درېدلې خبرې هم له سره پیل کړي.
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.
عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي غونډې په څنډه کې په نیویارک کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال، وویل چې که امریکا د قطر له لارې ورته رسول شوې طرحه ومني، نو تهران کولای شي د هرمز تنګی په اوو ورځو کې بيا پرانیزي.

عراقچي خبریالانو ته وویل چې د اوو ورځو مهالوېش به د واشنګټن لخوا د وړاندیز له منلو سره سم پیل شي.

هغه وویل چې له واشنګټن څخه تمه کېږي چې د لومړیو څلورو یا پنځو ورځو په ترڅ کې ځینې ګامونه پورته کړي، ترڅو په شپږمه ورځ تنګی بیا پرانیستل شي.

هغه زیاته کړه چې د وروستي موافقې په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې به بیا په اوومه ورځ پیل شي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له واشنګټن څخه غوښتل شوي تدابیر مخکې په جون میاشت کې په اسلام آباد کې لاسلیک شوي د پوهاوي یادداشت (موافقت لیک) کې ځای پر ځای شوي وو.

هغه وویل: "که د امریکا په لوري کې د موافقې ته د رسیدو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستو لپاره جديت شتون ولري، نو اوس هر څه چمتو دي."

عراقچي وویل چې ایران د تنګي له لارې خوندي تګ راتګ ته ژمن دی، خو پر واشنګټن یې تور ولګاوه چې د وروستیو پوځي اقدام له لارې یې د موافقې د پلي کېدو مخه ډال کړې ده.

هغه وویل چې تهران لا هم ډیپلوماسۍ ته پرانیستې دروازه لري، خو غواړي چې د خبرو اترو بل پړاو ته له ننوتلو مخکې د امریکا د نویو بریدونو پر وړاندې معتبر تضمینونه تر لاسه کړي.

مثبتې او رغنده خبرې اترې

سپینې ماڼۍ وویل چې د امریکا چارواکي د ایران د جګړې په اړه د منځګړو سره مثبتې او رغنده خبرې اترې لري.

د پوښتنو په ځواب کې، سپینې ماڼۍ وویل چې امریکا د هرمز تنګي له لارې د پام وړ پټرول (تیلو) صادرات اسانه کوي.

دا وړاندیز چې د قطر له لارې امریکا ته رسول شوی، په جون میاشت کې د ترلاسه شوي لنډمهاله موافقې سره ورته دی، مګر د چټک مهالوېش سره.

د ډیپلوماتیکو خوځښتونو په وروستۍ نښه کې، پزشکیان د جمعې په سهار د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په خپله کوربتوب کې ومانه.

له دې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي وو: "که د نظرونو او پیغامونو د تبادلې لپاره کومه موقع وي، موږ به یې وکړو."

 

وپلټۍ
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي