افغان لوړپوړی دیپلومات د مسکو فارمټ په خبرو کې د لومړي ځل ګډون لپاره روسیې ته ولاړ

د افغانستان د د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره روسیې ته ولاړ ترڅو د مسکو فارمټ په خبرو کې ګډون وکړي.

افغان لوړپوړی دیپلومات د مسکو فارمټ په خبرو کې د لومړي ځل ګډون لپاره روسیې ته ولاړ / AP

افغان لوړپوړی دیپلومات د مسکو فارمټ په خبرو کې د لومړي ځل ګډون لپاره روسیې ته ولاړ

د افغانستان د  بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به د مسکو فارمټ د مشورتي غونډې په اوومه ناسته کې ګډون وکړي

 د افغانستان د د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره روسیې ته ولاړ ترڅو د مسکو فارمټ په خبرو کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پر اېکس (X) ټولنیزه شبکه ولیکل چې امیر خان متقي د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.

متقي به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د مشورتي غونډې د اوومې ناستې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري. خبرې به پر روانو دوه اړخیزو همکاریو او سیمه ییز ثبات راڅرخي.

د مسکو په دې پراخه غونډه کې، چې مشري به یې لاوروف کوي، د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون کوي او بیلاروس به په کې د مېلمه په توګه حاضر وي.

په خبرو کې به د افغانستان پر ملي پخلاینې، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او اقتصادي همکاریو تمرکز وشي او تمه ده چې له ناستې وروسته یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې وروسته له هغه واک ته راستانه شول چې د امریکا په مشرۍ د ځواکونو په وتلو سره دوه لسیزې جګړه پای ته ورسېده.

د جولای په میاشت کې، روسیې د طالبانو اداره د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپېژندله، او په دې سره لومړنی هېواد شو چې دا کار یې وکړ.