تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر: د اسرائیلو له پاروونکو اقداماتو سره سره به په سیمه کې سوله بریا ومومي
ولسمشر اردوغان اسرائیل د "قتل عام یوه شبکه" وبلله چې ترهګري او اشغال یې خپله دولتي تګلاره ګرځولې ده. هغه وویل چې اسرائیل هغه "په سختۍ ترلاسه شوې اجماع" له منځه وړي چې په تیرو لسو ورځو کې پرې هوکړه شوې وه.
د تورکیې ولسمشر: د اسرائیلو له پاروونکو اقداماتو سره سره به په سیمه کې سوله بریا ومومي
د تورکیې ولسمشر: د اسرائیلو له پاروونکو اقداماتو سره سره به په سیمه کې سوله بریا ومومي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ وویل چې په سیمه کې یو حساس پړاو پیل شوی دی او زیاته یې کړه چې اسرائیل حتی د سولې له کوچني احتمال سره هم مخالفت کوي. اردوغان د تورکیې په پارلمان کې خپل ګوند (عدالت او پراختیا) ته په وینا کې وویل: "موږ پوهیږو چې اسرائیل حتی د سولې لږ احتمال هم نشي زغملی."

د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه اردوغان وویل چې په تیرو لسو ورځو کې د اسرائیلي سیاستوالو څرګندونې ښیي چې "موږ د یو عاقل دولت پر ځای، د یوې داسې افراطي ډلې سره مخ یو چې کنټرول یې له لاسه ورکړی دی." هغه زیاته کړه: "وضعیت دومره خراب دی چې هر یو پر بل تور لګوي چې ولې یې لږ خلک وژلي او لږه وینه یې تویې کړې ده."

اردوغان وویل چې په اسرائیل کې ځینې ډلې نه غواړي په سیمه کې وسلې غلې شي او هڅه کوي هغه وروستۍ هوکړه چې د پراخو ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې ترلاسه شوې، له منځه یوسي. هغه اسرائیل د "قتل عام یوه شبکه" وبلله او ویې ویل چې د تیرو لسو ورځو په جریان کې یې د ټولو خواوو په سختۍ ترلاسه شوې هوکړه (اجماع) د ګډوډولو لپاره هر څه کړي دي.

هغه زیاته کړه: "که زموږ سیمې ته سوله راځي، نو د اسرائیلو له شتون سره سره به راځي. که په سیمه کې آرامي غواړو، دا به د اسرائیلو د پاروونکو اقداماتو سره سره وي. د قتل عام دا شبکه چې هر څه وکړي، ونشي کولی په سیمه کې د سولې، عدالت، ثبات او سوکالۍ د بریا مخه ونیسي."

اردوغان وویل چې ترکیه به د سولې د هر فرصت لپاره د خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي: "د تورکیې په توګه به موږ د سولې د کوچني چانس کارولو لپاره له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړو." هغه دا هم وویل چې انقره به په راتلونکي وخت کې د ایران په اړه د بحران د دایمي حل لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې امریکا او ایران د جون په ۱۸مه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ او د یکشنبې په ورځ په سویس کې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب خبرې پیل شوې، ترڅو هغه جګړه پای ته ورسوي چې د فبروري په ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو لخوا د ایران په وړاندې پیل شوې وه. که څه هم د امریکا او ایران تفاهم لیک په ټولو جبهو (د لبنان په ګډون) کې د جګړې پر درولو ټینګار کړی، خو اسرائیلو په لبنان باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

 

وپلټۍ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
ولسمشر اردوغان: خپل هېواد مو په شاوخوا کې له روانو شخړو څخه لرې ساتلی دی.
د تورکیې او ګڼشمیر  نورو هېوادونو استازو  د باکو په سرمشریزه کې د اسرائیل پر وړاندې سخت غبرګون وښود
اسپانیا د تورکیې نه د ۱۵ نورو ملي جیټ الوتکو ( هورجیټ ) د پیرولو پلان اعلان کړ.
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
پراګماتیزم د پاپولیزم پر خلاف . د المان یو ایالت ښيي چې ولې تورکیه د برلین لپاره مهمه ده
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
ولسمشر اردوغان د دښمن له اشغال څخه د استانبول د ازادۍ ۱۰۳مې کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوزویک مجلې پوښتنې ځواب کړې.
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده