نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د کولمبیا ولسمشر پیټرو د غزې پر لور د مرستو پر کاروان د برید له امله اسرائیلي دیپلوماتان وشړل
د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو له کولمبیا څخه د اسرائیلو د ټول دیپلوماتیک پلاوي د شړلو امر کړی، دا اقدام په هغه کاروان کې د دوو کولمبیایي وګړو د نیول کېدو له امله شوی چې کلابندې غزې ته یې د بشري مرستو د رسولو هڅه کوله.
د کولمبیا ولسمشر پیټرو د غزې پر لور د مرستو پر کاروان د برید له امله اسرائیلي دیپلوماتان وشړل
د کولمبیا ولسمشر پیټرو د غزې پر لور د مرستو پر کاروان د برید له امله اسرائیلي دیپلوماتان وشړل / Reuters

د کولمبیا ولسمشر پیټرو د غزې پر لور د مرستو پر کاروان د برید له امله اسرائیلي دیپلوماتان وشړل

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو له کولمبیا څخه د اسرائیلو د ټول دیپلوماتیک پلاوي د شړلو امر کړی، دا اقدام په هغه کاروان کې د دوو کولمبیایي وګړو د نیول کېدو له امله شوی چې کلابندې غزې ته یې د بشري مرستو د رسولو هڅه کوله.

مانویلا بیدویا او لونا باریتو د "ګلوبل صمود" په نوم د بېړیو د کاروان د عملې غړې وو- دا یوه نړیواله هڅه ده چې غواړي د اسرائیلو کلابندي ماته او غزې ته مرستې ورسوي. غزې ته د نړیوال غورځنګ د یوې اعلامیې له مخې، اسرائیلي پوځ دا مېرمنې وروسته له هغه په غیرقانوني توګه ونیولې چې کاروان له ساحل څخه ۱۵۰ سمندري میله لرې د لوړ خطر یوې سیمې ته ورسېد.

په اعلامیه کې راغلي: "له ۱۵۰ سمندري مایلونو واټن ته تر رسېدو وروسته اسرائیلي بېړیو د شپې په ۱۱ بجو او ۵۹ دقیقو برید  پیل کړ." اعلامیې زیاته کړې چې پر نورو ورته کاروانونو هم "بریدونه شوي یا یې مخه نیول شوې ده." دا کار "د نړیوال قانون او د جنیوا تړونونو سرغړونه" بلل شوې ده.

پیټرو پر اېکس (پخواني ټویټر) خبرداری ورکړ چې که دا راپورونه ریښتیا وي، نو دا به "د بنیامین نتنیاهو له خوا یو نوی نړیوال جنایت" وي. هغه وویل چې "له اسرائیلو سره د ازاد تجارت تړون سمدستي لغوه کیږي." د روانې اونۍ په پیل کې، پیټرو له اسرائیلو سره د دې تړون د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

که څه هم پیټرو د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې له اسرائیلو سره دیپلوماتیکې اړیکې شلولې وې، خو په نوې اعلامیه کې یې یو ګام نور هم وړاندې لاړ او ټولو پاتې دیپلوماتیکو استازو ته یې امر وکړ چې سمدستي د کولمبیا له خاورې ووځي.

هغه اشاره وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت به د اسرائیلو پر خلاف  په محکمو کې هم قانوني دعوې ثبت کړي، او له نړیوالو وکیلانو یې وغوښتل چې د کولمبیا له حقوقي ټیم سره مرسته وکړي.

 

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.