تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ اداره د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي
د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ اداره (ټیکا) په افغانستان کې د خپلو پروژو له لارې د زده کړو ترڅنګ د کارموندنې او تولید پیاوړتیا ته هم زمینه برابروي.
د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ اداره د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي
tika / TRT

د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ اداره (ټیکا) په افغانستان کې د خپلو پروژو له لارې د زده کړو ترڅنګ د کارموندنې او تولید پیاوړتیا ته هم زمینه برابروي.

د ټیکا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان په تخار ولایت کې د ینګي قلعه ولسوالۍ اړوند د موغلان کلي لېسې لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پرانیستې په مراسمو کې د ټیکا ادارې مرستیال امید ناجي یورولماز، د تخار والي مولوي سمیع الله حزب الله او د ټیکا د مزارشریف همغږي کوونکي میکایل تاش دمیر ګډون کړی وو.

یورولماز په خپله وینا کې وویل چې افغانستان د تورکیې لپاره ځانګړی ځای لري او زیاته یې کړه چې په دغه هېواد کې له ۱۹۹۷ کال راهیسې پرمختیايي پروژې پلې کوي او په کابل، مزارشریف او هرات کې د ۳ فعالو دفترونو له لارې په ډګر کې پیاوړی حضور لري.

یورولماز وویل، ټیکا په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۹۰۰ پروژې پلې کړي چې نږدې ۷۰۰ یې د هېواد په شمال کې بشپړې شوې دي. هغه همدارنګه زیاته کړه چې په افغانستان کې د مولانا جلال الدین رومي د پلار، بهاالدین ولد د مدرسې د بیارغونې چارې هم دوام لري.

یورولماز دې ته په اشارې سره چې د افغانستان په شمال کې یې د ۵۲ ښوونځیو اړوند پروژې بشپړې کړې دي، ټینګار وکړ چې په دې سیمه کې ۶۲۰ درسي ټولګي جوړ شوي او ۳۰ زره زده کوونکو ته د زده کړو عصري چاپېریال برابر شوی دی.

د تخار والي حزب الله هم له ترکیې او د هغه هېواد له خلکو څخه مننه وکړه او ویې ویل، د ټیکا لخوا حتی په لرې پرتو سیمو کې د پوهنې په برخه کې پانګونه د افغانانو لپاره د لویې خوښۍ ځای دی.

د ټیکا د مزارشریف همغږي کوونکي تاش دمیر هم د پروژې د محتوا په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د ښوونځي ټولې ګډې برخې له سره رغول شوې دي.

د موغلان کلي په لېسه کې، چې ۸ درسي ټولګي، ۳ اداري خونې او ۲ کتابتونونه لري، هره ورځ به په دوو شفټونو کې ۱۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابرېږي.

په دغه ښوونځي کې، چې د ټیکا لخوا سمبال شوی، کمپیوټرونه، پروجکتورونه، درسي او اداري فرنیچر او دوه کوچني کتابتونونه هم جوړ شوي دي.

د پرانیستې په مراسمو کې پر ټولو زده کوونکو د ښوونځي بکسونه او قرطاسیه هم ووېشل شول.

 

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".