د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
ډاکټرانو ویلي دي چې په غزه کې ماشومان په سر او سینه د مرمۍ سره د ویشتلو پیښې د پام وړ ډیرې شوي
د ډاکټرانو ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په پای او ۲۰۲۵ کال په منځ کې لږ تر لږه ۱۱۴ ماشومان چې په سر او سینه ویشتل شوي وو، درملنه کړي دي، وايي چې دا ټپونه تصادفي ندي.
ډاکټرانو ویلي دي چې په غزه کې ماشومان په سر او سینه د مرمۍ سره د ویشتلو  پیښې د پام وړ ډیرې شوي
/ Reuters

د هالنډۍ "دي فولکسکرانټ" ورځپاڼې د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې، په غزه کې کارکوونکو نړیوالو ډاکټرانو ویلي، چې په ماشومانو کې د ډزو له امله د ټپي کېدو پېښې په اندېښمنوونکې کچه زیاتې دي او دا حالت هغه شکونه پیاوړي کوي چې ګواکې ماشومان په قصدي توګه په نښه کیږي.

دې ورځپاڼې د امریکا، برېتانیا، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ له ۱۷ ډاکټرانو او یوې نرسې سره مرکې کړې دي. دغو کسانو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د غزې په شپږو روغتونونو او څلورو کلینیکونو کې کار کړی او ډېری یې د سوډان، افغانستان او اوکراین په څېر کړکېچنو سیمو کې د کار اوږدمهاله تجربه لري.

له دغو ډاکټرانو څخه ۱۵ تنو "دي فولکسکرانټ" ورځپاڼې ته ویلي، چې دوی د لږ تر لږه ۱۱۴ داسې ماشومانو درملنه کړې چې عمرونه یې ۱۵ کاله یا تر هغه کم وو او په سر یا سینه کې په یوه مرمۍ ویشتل شوي وو. ډېری ماشومانو د خپلو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. دا پېښې د ۲۰۲۳ کال له وروستیو څخه د ۲۰۲۴ کال تر نیمایي پورې په لسو بېلابېلو روغتیایي مرکزونو کې ثبت شوې دي.

د راپور له مخې، امریکايي ټراما جراح، فیروز سدوا ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې يې په غزه کې د اروپا په روغتون کې د خپل کار په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې، له څلورو داسې هلکانو سره مخ شوی چې عمرونه يې له لسو کلونو کم وو او ټول په ورته ډول په سر ویشتل شوي وو.

هغه ورځپاڼې ته ویلي چې له ځانه یې پوښتنه کړې: "څنګه کېدای شي چې په دې کوچني روغتون کې په ۴۸ ساعتونو کې څلور ماشومان په یو وخت په سر ویشتل شوي راوړل شي؟" نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو ۱۳ ورځو کې یې نهه نور ماشومان هم ولیدل چې ورته ټپونه یې لرل.

سدوا زیاته کړه، چې وروسته له یوه داسې همکار سره مخ شو چې هغه هم تایید کړه چې په یوه بل روغتون کې یې "نږدې هره ورځ" ورته ټپونه لیدلي دي. هغه وویل: "په هماغه شېبه مې پرېکړه وکړه. زه باید پوه شم چې دلته څه روان دي."

د خبرو کولو بیه

هغو ډاکټرانو چې ورسره مرکې شوې، ټینګار کړی چې دا ډول ټپونه تصادفي نه شي کېدای. د عدلي طب هغو متخصصینو چې ورځپاڼې ورسره مشوره کړې، ویلي چې دا ټپونه یو منظم شکل لري او ښايي چې د نښه ویشتونکو (سنایپرانو) یا بې پیلوټه الوتکو له خوا په نښه شوي وي.

ډاکټرانو د خپل اخلاقي کړکېچ په اړه د خبرو پر مهال ټینګار کړی، چې که دوی خبرې وکړي نو ښايي غزې ته پر بېرته تګ یې بندیز ولګول شي.

د ملګرو ملتونو په وینا، اسرائیلو د ۲۰۲۴ کال له مارچ میاشتې راهیسې له ۱۰۰ څخه ډېرو نړیوالو روغتیايي کارکوونکو ته له کوم روښانه دلیل وړاندې کولو پرته غزې ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.

له دې سره سره، ډېرو ډاکټرانو ویلي چې چوپ پاتې کېدل نور یو انتخاب نه دی. یوه ډاکټر "دي فولکسکرانټ" ورځپاڼې ته وویل: "نور نو غلي پاتې کېدل کوم انتخاب نه دی."

د "ماشومانو ژغورنې" (Save the Children) سازمان د معلوماتو له مخې، اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په خپلو بریدونو کې په غزه کې تر ۲۰ زرو ډېر ماشومان وژلي دي.

وپلټۍ
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي