نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
د نیویارک د سویلي سیمې لپاره د امریکا د سیمه ییزې محکمې قاضي، والیري کاپروني، حکم وکړ چې متحده ایالات نه شي کولی پدې اونۍ کې کوم افغان وګړی افغانستان یا پاکستان ته واستوي.
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ

د محکمې د اسنادو له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې  مرستیال رئیس کریسټوفر جورج محکمې ته وویل چې پدې اونۍ کې په امریکا کې د میشتو افغان وګړو افغانستان یا پاکستان ته د شړلو لپاره "هیڅ پلان شوې یا تایید شوې چارټر یا سوداګریزه الوتنه نشته".

امریکایي رسنیو تیره اونۍ راپور ورکړ چې د کډوالۍ پر وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو سختو اقداماتو د یوې برخې په توګه، په امریکا کې به تر ۱۵۰ ډیر افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته وشړل شي.

د افغان ایواک (AfghanEvac) په نوم ډلې په وینا، چې له پخوانیو افغان متحدینو سره د مرستې هڅه کوي، په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل وو چې د کابل له سقوط مخکې یې په هیواد کې له امریکايي پوځ سره مرسته کړې وه.

د افغان ایواک رییس شان وانډایور د سه شنبې د ورځې له حکم وروسته په یوه بیان کې وویل: "یوه اونۍ مخکې، یوه الوتکه وه. نن، حکومت فدرالي قاضي ته وویل چې هیڅ الوتکه نشته."

هغه زیاته کړه: "دا کار تصادفي نه دی شوی. پخوانیو پوځیانو، مدافعینو، د کانګرس ۶۶ غړو او زرګونو امریکایانو د دې الوتنې مخه ونیوله."

د افغانستان د طالبانو چارواکو د دوشنبې په ورځ د شړلو د راپور شویو پلانونو په اړه "جدي اندېښنه" وښوده.

مدافع ډلو خبرداری ورکړی چې د پخوانیو متحدینو او د هغوی د کورنیو شړل کولی شي د دوی ژوند په خطر کې واچوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته، د طالبانو چارواکو د هغو افغانانو لپاره عمومي بښنه اعلان کړه چې د لویدیځ له ملاتړ څخه برخمنو ځواکونو او حکومتونو سره یې کار کړی و، او سږ کال یې بیا دا ژمنې تکرار کړې چې د دوی پخواني مخالفین کولی شي په خوندي توګه خپل هیواد ته راستانه شي.

خو ملګرو ملتونو له محکمې پرته (صحرایي) وژنو، نیونو او ناوړه چلندونو راپورونه ثبت کړي دي.

د پاکستان حکومت د روان کال په پیل کې، په ټول هیواد کې د قانون پلي کوونکو ادارو ته امر وکړ چې د بیرته ستنولو د هغې څو کلنې تګلارې د یوې برخې په توګه، چې میلیونونه هغه افغانان یې بیرته شړلي چې د لسیزو جګړو له امله تښتېدلي وو، له ویزې پرته افغان وګړي ونیسي.

واک ته د طالبانو چارواکو له رسیدو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې له هغو مرګونو سرحدي نښتو وروسته لا پسې خرابې شوې چې نږدې د پولې د بشپړ تړل کېدو لامل شوې.

د ټرمپ ادارې تیر کال د کډوالۍ پر وړاندې د پراخو سختو اقداماتو د یوې برخې په توګه، د افغانستان په ګډون پر یو شمېر هېوادونو د سفر بندیزونه ولګول.

د هغه ادارې هڅه وکړه چې د افغانانو د شړلو پر وړاندې خوندیتوب پای ته ورسوي، چې ځینو ته یې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو لخوا د واک له نیولو وروسته د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) ورکړل شوې وې.

 

وپلټۍ
تورکیې او سویلي کوریا د اټومي انرژۍ د تمویل تړون لاسلیک کړ او د دفاعي اړیکو د لا ژورولو ژمنه یې وکړه
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې په اکتوبر میاشت کې ۲۲ زده کوونکي او د ښوونکي وژل شوي دي
کرملین وايي د پوتین، ټرمپ او شي د احتمالي درې اړخیزې ناستې لپاره چمتووالی روان دی
په امریکا کې له ټاکنو مخکې وضعیت: ډیموکراتان په نظرپوښتنو کې د سنا په ټولو ۷ مهمو سیالیو کې مخکې دي.
فرانسه د ناقانونه افغان کډوالو د ډیپورتولو په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې پیلوي
په پاکستان کې وسله والو د پولیو واکسین پر ساتونکو پولیسو برید کړی چې له امله يي ۲ تنه پولیس وژل شوي
امریکا د ایران پر قشم ټاپو بریدونه ترسره کړي
د اسرائیلي پوځ پخوانۍ ویاندې د غزې د نسل وژنې په اړه د حقایقو پر پټولو اعتراف وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د آلمان د کورنیو چارو وزیر لخوا د وروستیو خرابیو پړه پر ګډوالو اچولو سخت غبرګونونه راپارولي دي
امریکا د اوکراین له لارې اروپا ته د روسیې د ګازو رسولو بیا پیلولو وړاندیز کوي: وال سټریټ ژورنال
د فلسطین د الخلیل ښار والي وايي، اسرائيلي ځواکونه د لس ورځني محاصرې وروسته له الخلیل څخه ووتل.
کابل پاکستان ته د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو په اړه د امریکا پر پلان اندېښنه ښودلې
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د حوثي ملېشو هغه بالستیک توغندی شنډ کړی .
د فلوریډا په یوه سیمه کې د ټرمپ کور ته نږدې د یوې شخصي الوتکې د لوېدو له امله نهه کسان وژل شوي دي.